لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي هغه کسان یې نیولي چې واده کې دموسیقۍ په اوریدو یې خلک وژلي


په ټولنیزو رسنیو دعوې شوي چې دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې دموسیقۍ غږولو پسر وسله والو طالبانو درې کسان په ډزو وژلي اؤ لس نور یې ژوبل کړي دي.

طالبان دا پېښه تاییدوي اؤ وایي هغوئ دپېښې په تړاؤ دوه شکمن کسان نیولي اؤ یو تښتیدلی دی.

طالبان دا هم وایي چې دې پېښه کې دهغوئ دنوم څخه په استفادې کولو شخصي تربګني پالل شوې ده.

خو هغوئ دا نه ده واضحه کړې چې ایا د دوئ حکومت افغانستان کې خلکو ته د موسیقۍ اوریدو اجازه ورکړې ده اؤ که نا؟

په ټولنیزو رسینو راغلي چې اوړمه شپه د سره رود ولسوالۍ په سمسپور مارغونډۍ کلي کې دحاجي ملنګ جان نومې تن د واده مراسمو کې موسیقي غږول کیدله چې وسله وال طالبان دغلته ورغلي اؤ دې مراسمو کې په شاملو کسانو یې ډزې کړې دي.

دطالبانو ویاند اؤ داطلاعاتو مرستیال ښاغلي ذبیح الله مجاهد دا پېښه تایید کړې خو وایي‌ پېښه کې دطالبانو په نوم شخصي تربګني پالل شوې ده.

په ټویټر ښاغلي مجاهد لیکلي "تیره شپه د ننګرهار په شمسپور مار غونډۍ کلي کې د حاجي ملنګ جان د واده مراسمو ته درې کسان د طالبانو له نوم څخه په استفاده ورغلي او غوښتنه يې کړې چې ساز او سرود بند کړي"

دښاغلي مجاهد له مخې په همدې مهال دغو وسله والو په خلکو ډزې کړي درې تنه يې شهيدان او څو کسان زخمیان کړي دي.

هغه وایي د پيښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي او یو تن تښتیدلی چې تعقیب يې روان دی.

طالب ویاند دعوه کړې چې د پيښې عاملينو د اسلامي امارت له نوم څخه په استفاده شخصي تربګني پاللې ده اؤ له نیول کیدو وروسته د‌ شريعت منګولوته سپارل شوي دي.

خو هغه دا نه دي ویلي چې ایا د دوئ په حکومت کې عام خلک دموسیقۍ اوریدو اجازه لري که نه یې لري؟

د۹۰ په لسیزه کې طالبانو په تیر حکومت کې په موسیقۍ سخت بندیزونه لګیدلي وؤ اؤ اوس چې طالبان یو ځل بیا په کابل واکمن شوي دافغانستان څخه ګڼ شمیر هنرمندان اؤ سندرغاړي نورو هیوادونو ته تښتېدلي دي.

د رپورټونو له مخې دافغاني هنرمندانو اؤ سندرغاړو نزدې سلو کورنیو دامهال دپاکستان خیبر پښتونخوا اؤ نورو سیمو ته پناه وړې ده اؤ په دوئ کې ګڼ شمیر سندرغاړو دعوې کړي چې دطالبانو حکومت کې یې ژوند دجدي خطر سره مخ ؤ ځکه دخپل وطن په پرېښودو اړ شوي دي.

وي او ای ډیوه دافغان هنرمندانو په دې دعوؤ دطالبانو دحکومت نظر اخستو دپاره دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره د واټس اپ دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو هغه د ډیوه دلیکلي پیغام لوستلو باوجود هیڅ ځواب ونه ویلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG