لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي پوځ مشر: په پاکستان کې د وسلوالو پر ټاکلیو هدفونو د برید اراده لرو


واشنګټن ـــ د هند او پاکستان تر منځ د وروستیو لفظي شخړو په ترڅ کې د هندي پوځ مشر ویلي، د هند تر ولکه لاندې کشمیر له بدو حالاتو سره مخ دی او خبرداری یې ورکړی، چې یو ځل بیا غواړي د پولې پورې غاړې ته د پاکستان په خاوره کې ترهګر په نخښه کړي.

د هندي پوځ مشر بپین روات له یوه هندي ټیلیویژن (آج تک) سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، یو ځل بیا دې ته اړتیا پېښه شوې ده چې له پاکستان سره تر ګډې پولې هغې غاړې ته ټاکلي اهداف په نخښه کړي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې په څه شکل د دې برید اراده لري. بپین روات ویلي:

"پر جنګبندۍ برسېره [له پولې هغې غاړې] بریدونه کېږي. د پاکستاني ریاست ادارې باید په دې اړه دوامدار کار وکړي. د دوی حکومت، پوځ او بېروکرېسي باید په دې برخه کې همږغي ولري، تر هغه وخته حالت نه شي سمېدای چې تر څو دوی ای ایس ای کنټرول نه کړي".

هند په ۲۰۱۶م کال کې هم دعوه کړې وه چې وایي په کشمیر کې یې پر خپل یوه پوځي مرکز د وسلوالو تر برید وروسته د پولې پورې غاړې ته د ترهګرو پر پناه ځایونو برید کړی وو، خو پاکستان یې دا دعوه بیا بیا رد کړې ده.

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ لفظي شخړه او ګواښونه درې ورځې وړاندې پیل شول، چې هند په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د روانې عمومي غونډې په څنډه کې له خپلې خارجه وزیرې سوشما سوراج سره د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي له ممکنه لیدنې انکار وکړ.

د پاکستان وزیراعظم هم د هند پر دې پرېکړه ناهیلي څرګنده کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت یې د هند دا ګام بې تمې بللی او وایي هند د امن او مذاکراتو لپاره یوه بله موقع ضایع کړه، خو د هندي پوځ مشر بپین روات وایي له پاکستانه د وسلوالو بریدونه او د مذاکراتو وړاندیز په یوه وخت نه شي منلای.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور وړمه ورځ د هندي پوځ د مشر خبرې غیر ذمه دارانه او د دواړو هېوادونو امن ته پاروونکې بللې وې:

"پاکستان یو امن خوښوونکی هېواد دی، خو موږ یو ایټمي هېواد هم یو، موږ جګړې ته هم تیار یو، خو موږ د پاکستان د خلکو، د ګاونډیانو او سیمې په خاطر امن ته لومړیتوب ورکوو، موږ د امن خواته تلل غواړو خو د چا د امن هیله باید کمزوري ونه ګڼل شي".

سره له دې چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د هند د پوځ او حکومت دا تورونه ردوي چې ګواکې هلته په وروستیو بریدونو کې لاس لرونکي وسلوال په پاکستان کې پټ دي، خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري هغه وسلوال مجاهدین او خپلواکي غوښتونکي وبلل، چې د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې له اوږدې مودې جنګېږي.

فواد تېره ورځ قومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، د کشمیري وسلوال برهان واني په نوم یې د ډاکخانې ټکټونه چاپ کړي او هغه یې د خپلواکۍ جنګیالی وباله. برهان واني د کشمیري وسلوالې ډلې حزب المجاهدین کمانډر وو، چې په ۲۰۱۶م کال کې له هندي پوځ سره په نښته کې و وژل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG