لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ايشيا کپ فاينل نن د هند او بنګله دېش ترمنځ کيږي


د اسيايي هېوادونو د کرکټ د ايشيا کپ په فاينل سيالۍ کې نن د هند او بنګله دېش لوبډلې د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې يو بل ته مخامخ کيږي.

د بنګله دېش لوبډلې فاينل ته د رسېدو دپاره د پاکستان لوبډلې ته په ۳۷ رنزونو ماتې ورکړې وه.

د شورو، چهارشنبې په ورځ (۲۶ ستمبر) باندې ترسره شوې دغه سيالۍ کې بنګله دېش لومړی بيټګ کړی او په لسو لوبغاړو سوځېدو يې ۲۳۹ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې بيا پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په نهه لوبغاړو سوځېدو ۲۰۲ رنزونه جوړ کړی شوي وو.

د ۲۰۱۸م د ايشيا کپ په سوپر فور سياليو کې د هند، بنګله دېش، افغانستان او پاکستان لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې وې.

په سوپر فور سياليو کې په خپلو درېو درېو سياليو کې هند او بنګله دېش دوه، دوه ګټلې، پاکستان په درېو کې يوه ګټلې او افغانستان خپلې درې واړه سيالۍ د سختو مقابلو وروسته بايللې وې.

د کال ۱۹۸۴م نه پېل شوی ايشيا کپ شپږ ځله هند ګټلی او د کال ۲۰۱۶م اتل يې هم هند ؤ.

د ايشيا کپ فاينل پينځه ځله سري لنکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.

د ايشيا کپ اتلولي تراوسه پورې د بنګله دېش په نوم شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG