لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د مزدورانو سازمان د کان کیندونکو پر مړینه توره ورځ ولمانځله


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو سازمان یا سنټرل ماینز لېبر فيډرېشن نن د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې، د کولې په کانونو کې د کان کیندونکو د وروستیو مرګونو له کبله توره ورځ ولمانځله.

د مزدورانو د اتحادیې د شمېر له مخې په روان کال کې د بلوچستان او پښتونخوا د کولې په بېلابېلو کانونو کې ۹۸ مزدوران مړه شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي. دوی نن د جمعې په ورځ د کوټې ښار د مطبوعاتو کلب مخي ته احتجاجي مظاهره وکړه او داسې شعارونه یې ورکړل:

"د کانونو د پېښو ذمه وارانو ته دې سزا ورکړل شي، په کانونو کې دې د مزدورانو ژوند و ژغورل شي".

د بلوچستان د کولې د مزدورانو د اتحادیې صوبايي جنرل سیکرټري خدایداد خان وويل چې په تېرو اتو مياشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د کولې په کانونو کې ۹۸ مزدورانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور ټپيان شوي هم دي:

"پر ۱۲م اګست په سنجیدي سیمه کې د کولې په کان کې دننه مزدوران بند پاته وو، ما پینځه ورځې خوب ونه کړ چې مړي مو را ايستل، ايف سي [ملېشه ځواک] مو مرسته کوله او زموږ د مزدورانو علاج یې کاوه، هلته نیژدې چې د مزدورانو لپاره کوم غټ هسپتال دی په هغه کې دوایانې او ډاکټران نه شته".

خدایداد خان وایي په کانونو کې د وروستیو پېښو په وخت د ژغورنې د کار لپاره د حکومت له خوا څوک نه وو ورغلي. نوموړی وایي په پاکستان کې په کانونو کې د مزدورانو د خوندي ساتنې لپاره د مزدورانو د نړیوال قانون په ۱۷۶ ماده عمل نه کېږي:

"د میتېن ګېس چاودنې په کانونو کې زياتې کېږي چي په نتیجه کې کان و نړېږي، چې بیا هلته په کار بوخت مزدوران بند پاته شي او د را ایستلو لپاره یې څوک نه وي".

د مزدورانو د اتحادیې مشران وایي، د کولې دغه مزدوران اکثر د پښتونخوا د سوات، دير او د افغانستان اوسېدونکي دي، چې ډېر غريب خلک دي او په ډېرو لږ پيسو په کانونو کې کار کوي.

"دوی د خپلو حقوقو لپاره ږغ نه شي پورته کولای، کله چې دوی په کانونو کې کار کوي، هلته د تازه هوا نظام نه وي، په کانونو کې لاندې ‌بجلۍ هم نه شته، ځکه خو په کانونو کې د مرګ پېښې ډېرې زياتې وي باید د دې مخه ونیول شي".

د مزدورانو د اتحادیې مشران وایيو د ۱۹۲۳م کال د کانونو ماده دې د اوسني وخت له غوښتنو سره سمه بدله کړل شي، د کولې د کانونو ټېکداري نظام دې ختم کړل شي او په کانونو کې دننه د مزدورانو د سر ژغورنې لپاره دې ځانګړي ګامونه واخیستل شي.

همدارنګه دوی غواړي چې کوم مزدوران په بېلابېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړي، د هغو له کورنيو سره دې مالي مرستې وشي، چې په نورو صوبو کې دغه مالي مرسته ۵ لکه روپۍ ده خو وایي په بلوچستان کې دا يواځې ۲ لکه روپۍ ده.

د ځینو شمېره په اساس په بلوچستان کې د کولې ۲۵۰۰ رجسټر کانونه دي او نارجسټر کانونه تر ۵۰۰۰ هم زیات ګڼل کېږي، چې د یوې اندازې له مخې تر یو لک دېرش زره زیات مزدوران پکې کار کوي او دغه اکثر کارکوونکي له حکومت سره رجسټر نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG