لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انډونېشیا کې زلزلې او څونامي ۴۰۰ کسان مړه کړي او شاوخوا ۵۵۰ ټپیان کړي


واشنګټن ـــ د زرګونو ټاپوګانو هېواد انډونېشیا چې د مډیټرانې یا روم سمندر په کوم ځای کې پروت دی، هغه د مځکنیو تختو او د اور غورځوونکو غرونو د موجودګۍ له امله "رِنګ آف فایر" [د اور ګوتمۍ] بلل کېږي او دا د مځکې پر سر د زلزلو لپاره یوه تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کېږي.

د انډونېشیا په سولاویسي ټاپو کې وړمې ورځې زورورې زلزلې او د زلزلې په نتیجه کې څونامي تر ۴۰۰ زیات کسان مړه کړي دي او شاوخوا ۵۵۰ کسان یې ټپیان کړي دي، خو وایي سلګونه کسان لا هم ورک دي، چې د مړي ژوند درک یې نه شته.

چارواکو د څونامي رفتار په یوه ګېنټه کې ۸۰۰ کیلومیټره ښوولی دی. د انډونېشیا د ولسمشر مرستیال جوسف کلا د زلزلې او څونامي شدت ته په پام سره وایي، کېدای شي د مړیو شمېر زرګونو تنو ته ورسېږي.

چارواکي وایي د جمعې په ماسپښین راغلې زلزله د رېکټر سکېل په کچه ۷.۵ درجې وه او مرکز یې د سیل او ټوریزم له مشهور ټاپو پالو څخه ۷۷ کیلومیټره لرې د شمال پر خوا په مځکه کې ۱۰ کیلومیټره دننه وو.

تر دغې زورورې زلزلې وروسته د څونامي درې میټره لوړې څپې د پالو ټاپو له څنډو سره لګېدلې دي چې وایي د ښار ساحلي پټۍ ته یې زیات تاوان رسولی دی او وایي چې زیات خلک د څونامي د زورورو څپو په نتیجه کې مړه شوي دي.

د انډونېشیا د زلزلې ویجاړۍ.
د انډونېشیا د زلزلې ویجاړۍ.

د انډونېشیا له قدرتي آفتونو د ژغورنې د ادارې بي این پي بي ویاند سوټوپو پروو نګروهو تېره ورځ په پایتخت جکارتا کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې زلزلې او څونامي په پالو ټاپو کې ډېر زیان اړولی، چې وایي زرګونه کورونه، روغتونونه، لوی مارکیټونه او هوټلونه یې ویجاړ کړي دي.

چارواکي وایي د پالو ټاپو تر څنګ یې په ډونګالا ښار کې هم زلزلې خلکو ته تاوانونه اړولي دي.

نګروهو وایي د پالو ټاپو له ساحله یې تر اوسه د سلګونو کسانو مړي تر لاسه کړي دي خو وایي سلګونه کسان لا هم ورک دي، ځکه چې وایي د څونامي د راتګ په مهال پر ساحل سلګونه خلک را غونډ شوي وو، چې د یوه جشن تیاري یې کوله.

د څونامي په وخت د عامو خلکو په جوړو کړو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سمندر اوبه د پالو ټاپو ساحل ته له ور څېرمه کورونو سره لګېږي او د بېړیو سامان لېږدوونکي کنټینرونه او نور شیان هم په اوبو کې بهېدونکي لیدل کېږي.

د انډونېشیا د بیړنیو عملیاتو چارواکي وایي، په زلزله او څونامي کې د مړه شویو کسانو جسدونه په بېلابېلو ځایونو کې پراته دي ځکه چې وایي دوی یا د لویو ودانیو د را نړېدو له کبله مړه شوي او یا په څونامي کې بهېدلي دي.

د انډونېشیا په زلزله کې د ټپیانو لپاره پرانیستی بیړنی روغتون.
د انډونېشیا په زلزله کې د ټپیانو لپاره پرانیستی بیړنی روغتون.

له آفتونو د ژغورنې د ادارې ویاند نګروهو زیاتوي چې څونامي یو پول هم وړی، چې له امله یې له پالو ټاپو سره نښتې مرکزي لاره د مځکې ښویېدو له امله بنده شوې ده. وایي تر یوه نیمې ورځې تېرېدو وروسته هم له ډونګالا سیمې سره اړیکي بیرته نه دي ټینګ شوي چې د زلزلې له مرکزه یواځې ۲۷ کیلومیټره لرې ده.

چارواکي وایي د زلزلې په نتیجه کې جوړو شویو بیړنیو روغتونونو ته سلګونه ټپیان وروړل شوي او تر درملنې لاندې دي. رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د څونامي له راتګ سره د بجلۍ نظام هم زښته زیات زیانمن شوی دی، چې وايي له کبله یې چارواکي د ژغورنې په چارو کې له سختو ستونځو سره مخامخ دي.

د انډونېشیا د امنیت وزیر ویرانتو له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د مرستې چارو ته د پوځیانو پلټنې هم ور رسېدلې دي او له جکارتا څخه د اړتیا وړ سامانونه هم په الوتکو کې له زلزلې اغېزمنو سیمو ته ور رسېدلي دي او هوايي ډګر یې یواځې د هغو الوتکو لپاره- چې مرستې ور وړي- پرانیستی او نور پروازونه به د اکتوبر تر ۴مې نېټې ځنډېدلي وي.

انډونېشیایي چارواکي وایي له پالو ټاپو یې تقریباً ۱۷۰۰۰ زره کسان یې تر اوسه له خپلو کورونو را ایستلي او په ۲۴ یوځایي کېمپونو کې یې اچولي دي، چې وایي تېره ورځ بیا د زلزلو واړه ټکانونه ورباندې راغلي دي. همدارنګه ګڼ شمېر خلک ور څېرمه ماکاسا ښارګوټي ته هم لېږدول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG