لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله:دترهګرو اصل مرکزونه پاکستان کې دي


دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله ویلي د ترهګرو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي اؤ په افغانستان دکیدونکو بریدونو پلانونه دپاکستان خاوره کې جوړیږي .

هغه وایي که چرې نړیوال غواړي چې په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی وباسي نو ددې دپاره دې په پاکستان خپل فشارونه سیوا کړي.

دامریکایي خبري رسنۍ فاکس نیوز سره یوه تازه مرکه کې ډاکټر عبدالله ویلي دا خبره اوس ټولو ته ښکاره ده چې پاکستان تر دې دمه دطالبانو ملاتړ کوي،هغوئ ته روزنه ورکوي اؤ د بریدونو دپاره ورته لاره هواروي.

تر ډاکټر عبدالله مخکې دافغانستان ولسمشر هم داګست په میاشت کې په غزني دطالبانو دبرید نه وروسته په پاکستان تور لګولی ؤ چې دبرید دپاره وسله وال دپاکستان دخاورې نه ور اوښتي وؤ اؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر نه یې پوښتنه کړې وه چې د غزني برید کې دژوبل شوؤ ترهګرو درملنه دپاکستان په روغتونونو کې ولې روانه ده؟

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت په افغانستان کې دمداخلې اؤ د ترهګرو ډلو دملاتړ تورونه ردوي اؤ وایي چې دافغانستان دننه د ګډوډۍ روان بهیر د افغان دولت خپله کمزوري اؤ کورنۍ ستونزه ده.

دافغانستان اجرائیه رئیس پخپله دې مرکه کې ویلي چې تر څو امریکا،ناټو اؤ ملګري ملتونه دافغانستان تر شا ولاړ وي تر هغې به هیواد کې وضعیت ښه وي اؤ که یاد قوتونه افغانستان سره له خپلو ژمنو پشا شي نو افغانستان کې به ترهګرې ډلې بیا پياوړې شي.

څیړونکي وایي په دې وروستیو کې امریکا اؤ ناټو په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې طالبان افغان دولت سره روغې ته کښېنوي اؤ ددغه غرض دپاره نه یوازې تیره میاشت دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د اسلام اباد په سفر کې دپاکستان د وزیراعظم اؤ پوځ سرلښکر سره مخ په مخ خبرې کړي بلکې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته سفر کړی دی.

افغانستان کې دترهګرو ډلو په ملاتړ کولو امریکا دپاکستان څخه مروره ده اؤ په دې وروستیو کې یې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلې دي.

تیره اوونۍ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیر ایلس ویلز ویلي وؤ افغانستان اؤ سیمه کې دامن پځایې کولو دپاره به پاکستان ته طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښېنول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG