لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي په تېرو اتو میاشتو کې ۱۴۰۰۰۰ پاکستانیان له خپل هېواده ایستلي


واشنګټن ـــ د پاکستان اړوند حکومتي ادارې له خوا د سېنټ کمېټۍ ته ویل شوي چې په تېرو اتو میاشتو کې د سعودي عربستان حکومت له خپل هېواده یو لک څلوېښت زره (۱۴۰۰۰۰) پاکستانیان تېښتې ته مجبوره کړي دي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وروستیو کې د خپل ړومبي بهرني سفر لپاره د سعودي عرب انتخاب کړی وو او د پاکستان په مرکز کې واکمن تحریک انصاف ګوند هیله لري چې د سعودي عرب له خوا په پاکستان کې د سرمایه کارۍ د ژمنو له کبله د پاکستان په معاشي ستونزو کې کمی راشي.

په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو په اړه د سېنټ قایمه کمېټۍ ته د پاکستان د اړوند وزارت له خوا ویل شوي چې، په تېرو اتو میاشتو کې یو لک څلوېښت زره پاکستاني وګړي ایستل شوي دي.

د کمېټۍ په نننۍ غونډه کې له اپوزیشن ګوند مسلم لیګ نواز ډلې سره تړاو لرونکي د سېنټ غړي پیر صابر شاه وي.او.اې ډیوه ته ویلي چې، په دې کې هغه پاکستاني وګړي هم شامل دي چې په غیرقانوني ډول هلته مېشت وو او دوی د سعودي عرب د حکومت د بخښنې هغه وړاندېز قبول کړی چې که دوی په خپل سر بیرته خپل هېواد ته ستانه شي نو په ضد به یې قانوني کاروایي نه کېږي.

د پاکستان د اړوند حکومتي ادارو تر مخه په سعودي عربستان کې شل لکه پاکستاني وګړي مېشت دي خو د ازادو سرچینو تر مخه دا شمېره تر څلوېښت لکه هم اوښتې ده.

له تېرې څه مودې راهیسې په سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو له خوا د ځايي حکومتونو له لاسه د ځورولو خبرونه مخې ته راځي.

په پاکستان کې ځینې سیاستوال او څېړونکي دا د پاکستان د تېر پارلمان له خوا د یمن په شخړه کې د بې پلوه اوسېدو له پرېکړې سره تړي، چې ګنې سعودي عربستان او د عربي اماراتو حکومتونو د پاکستان د هغه وخت د حکومت او پارلمان په هغه پرېکړه بد ګڼلي وو، چې یمن ته یې پاکستاني ځواکونه نه وو لېږلي.

په بهرنیو هېوادونو کې په بندیوانو پاکستاني وګړو کې هم تر ټولو زیات په سعودي عربستان کې قید دي چې شمېر یې تر درې نیم زره تنو پورې ښوول کېږي.

په ۲۰۱۷م کال کې هم سعودي عربستان ۳۹۰۰۰ پاکستانیان له خپل هېواده را شړلي وو او د بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو د شمېر له مخې له ۲۰۱۴م تر ۲۰۱۷م کال پورې په سعودي عربستان کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۶۰ پاکستاني بندیوانو سر قلم کړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG