لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر ډانلډ ټرمپ شراب نه څښي خو د چایو نشه یي دی


واشنګټن ـــ کېدای شي د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ډېر عادتونه او کارونه د چا خوښ نه وي، خو هغه وایي خپل یو عادت یې ډېر خوښ دی او هغه دا چې شراب نه څښي.

نوموړي دا خبره د امریکا د سپریم کورټ لپاره د نومول شوي قاضي بریډ کېویناو د شرابو څښلو په عادت باندې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ښاغلي ټرمپ د نهې- سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې شراب نه څښي:

"ما کله هم بېر نه دي څښلي، زه دا نه وایم چې دا ښه یا بد کار دی ځکه چې ځینې خلک یې خوښوي خو ما د دې د نه څښلو فیصله د ډېرو علتونو په وجه کړې ده".

د ولسمشر ټرمپ د شرابو نه څښلو خبره یو ځل بیا په مېډیا کې ځکه را اوچته شوه، چې د امریکا تر ټولو ستر عدالت سپریم کورټ ته د هغه نومول شوی قاضي کانګرس ته په ډاګه وویل، چې بېر [شراب] یې خوښ دي او څښي یې هم.

واشنګټن پوسټ وایي ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل، چې چرته یې د شرابو ګیلاس نه دی اخیستی:

"تاسو اندازه لګولای شئ که ما [شراب] څښلای نو څومره ګډوډي به وای".

ښاغلي ټرمپ په اکثرو پخوانیو مرکو کې ویلي، خپلو بچو ته وایي چې شراب مه څښئ او سګریټ مه څکوئ.

څېړونکي وایي ښاغلی ټرمپ ځکه هم د نشه یي توکو او شرابو خلاف دی چې د هغه مشر ورور په ۴۳ کلنۍ کې د زیاتو شرابو څښلو په وجه مړ شوی وو.

واشنګټن پوسټ وایي چې د هغه نومول شوی قاضي ښاغلی کېویناو بېر خوښوي، خو صدر ټرمپ خپله یواځې د چایو نشه یي دی.

XS
SM
MD
LG