لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حیات پرېغل: په را خوشي کېدو خوشاله یم خو تر آیین لاندې مبارزې ته به دوام ورکوم


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی حیات پرېغل له شاوخوا درې میاشتني بنده وروسته نن د پینډۍ له اډیاله زندانه د خپلو ملګرو په تاوده هرکلي کې په ضمانت را خوشي کړل شو، خو مقدمه یې لا دوام لري.

تر را خوشي کېدو څو شېبې وروسته حیات پرېغل د وي.اې.اې ډیوه په (لویه خیبر پښتونخوا) پروګرام کې د خبرو په وخت پر خپله خوشي کېدا خوشالي څرګنده کړه، خو ویې ویل چې بیا به هم د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي:

"که له موږه څه داسې غلطۍ شوې وي چې زموږ د ملګرو یا زما د ګرفتارۍ وجه جوړه شوه، کوشش به کوو چې دغسې خبرې او غیرآییني عمل له موږه هم ونه شي خو د آیین لاندې به خپله مبارزه جاري ساتو".

پر ټولنیزو رسنیو لیدل کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د حیات پرېغل په را خوشي کېدو خوشالۍ کوي او د هغه عکسونه خپروي چې هغه ته د هرکلي په دود هارونه ور په غاړه کړل شوي دي.

د حیات پرېغل د هرکلي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د پاکستان آیین پښتنو ته د انصاف ورکولو لپاره نه، بلکې له دوی د انتقام اخیستلو لپاره جوړ شوی دی:

"په موږ کې که د پي ټي ایم په کسانو کې تر ټولو بې ګناه کس وي هغه حیات پرېغل دی، نه یې زموږ په کومه جلسه کې ګډون کړی، نه یې تقریر کړی نه یې پکې نعره وهلې وه، خو بیا هم نن په ضمانت را خوشي کېږي او نوکري ته یې تاوان رسېږي. ده تعلیم کړی دی پکار وه چې ریاست روزګار ورکړی وای، خو ده چې خپله نوکري موندلې ده ریاست هم ځنې اخلي".

حیات پرېغل له اډیاله زندانه په ضمانت را خوشي شو.
حیات پرېغل له اډیاله زندانه په ضمانت را خوشي شو.

حیات پرېغل شاوخوا درې میاشتې مخکې په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره د شپې په تیاره کې ناپېژاندو کسانو وړی وو، چې بیا څو ورځې وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان مرکزي ادارې ایف ای اې د هغه په ضد د سایبر جرم په اساس د ریاستي ادارو په خلاف د خبرو په تور مقدمه درج کړه.

حیات پرېغل وایي د دوی تحریک [پښتون تحفظ موومنټ] د پښتنو د حقونو لپاره د اوږدې مودې روان تحریک دی چې د مظلومو خلکو ږغ به تل اوچتوي. په اسلام اباد کې د هرکلي غونډې ته په وینا کې حیات پرېغل وویل، چې کله د پلټنو په مهال ځنې وپوښتل شول چې دوی [د پي ټي ایم ځوانان] له ریاسته ګیله من دي، نو ده ورته وویل :

"ما ورته وویل اتلس- نولس کاله جنګ وشو، دا بچی چې پینځه کلن وو نن په دې جنګ کې درویشت کلن شو، تاسې یو نسل په دې جنګ کې را ستر کړ، دا نسل وایي چې اوس موږ ته د تېر حساب هم راکړه او مزید هم له موږ سره داسې مه کوه، دوی امن غواړي".

د قومي اسمبلۍ غړي او د پي ټي ایم یوه مشر علي وزیر د خپل ملګري د هرکلي غونډې ته وویل، پښتانه په پاکستان کې په پرامنه مبارزه خپل روا حقونه غواړي خو ملګري یې په غیرقانوني ډول نیول کېږي:

"حیات له سفره راغی، بیا جېل ته لاړ، په جېل کې یې ډېر تنګ کړ، په کېس کې یې هیڅ نه وو ناجایزه یې ساتلی وو او ورځې یې په اوږدې کړې، زمو ملګري په دې پوه دي چې د خپلو غوښتنو په تحریکونو کې دا خبرې راتلونکې دي".

د اسلام اباد هایکورټ د حیات پرېغل ضمانت د سپتمبر پر ۲۶مه نېټه منلی وو، خو د ځینو قانوني چارو د خنډ له امله د هغه را خوشي کېدل تر نن ورځې د اکتوبر تر ۳مې وځنډېدل. د حیات پرېغل نوم د هغو کسانو په لیسټ (اې سي ایل) کې اچول شوی، چې له پاکستانه دباندې سفر نه شي کولای.

د ښاغلي پرېغل وکیل عبدالرحیم وایي، اسلام اباد هایکورټ د حیات پرېغل د ضمانت په حکم کې دا هم لیکلي، چې که هغه بیا پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر داسې فعالیت وکړي، چې سایبر جرم وګڼل شي نو ضمانت به یې بیرته کېنسل شي او و به نیول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG