لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د طالبانو پرضد جګړه کې امريکايي سرتېری وژل شوی


د امريکا د دفاع چارواکو ويلي په جنوبي افغانستان کې د طالب وسله والو پرضد جګړه کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی دی.

په افغانستان کې موجودو نړيوالو ځواکونو د زيارت په ورځ دغه خبر ورکړی خو د وژل شوي سرتيري نور تفصيل يې نه دی ورکړی او په بيان کې يې ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

په منځني ختيځ کې د پوځي عملياتو مشري کوونکي امریکايي جنرال جوزف ووټل ويلي د وژنو پېښې يواځې په جنګي عملياتو کې رامنځته کیږي او دا نه وي مالومه چې جګړه څه وخت او چرته کيږي.

نوموړي ويلي د وژل شوي سرتيري په اړوند به نور تفصيل د هغه د کورنۍ د خبرولو وروسته شريک کړی شي.

طالبانو ويلي د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې يې په ټېنک باندې د چاؤدېدونکو موادو چاؤدنه کړې ده.

طالبانو ادعا کړې په چاؤدنه کې په ټېنک کې موجود ټول سرتيري وژل شوي يا ژوبل شوي دي، خو طالبانو زياتره هم دغه ډول ادعاوې کوی.

د پېنټاګون ترمخه دا وخت په افغانستان کې د امریکا ۱۴زره سرتيري شتون لري.

په روان کال کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د وژنې دا اوومه پېښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG