لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: مرکزي حکومت به د "نوي بلوچستان" په جوړولو کې پوره مرسته کوي


د وزیراعظم په توګه بلوچستان ته د لومړي سفر په مهال عمران خان ویلي، چې د دې صوبې د ستونځو حل د کرپشن خاتمه ده او ژمنه یې کړې چې مرکزي حکومت به د بلوچستان د غربت په ختمولو او پرمختګ کې مرسته کوي.

وزیراعظم عمران خان وایي د چین پاکستان اقتصادي لارې یا سي پېک منصوبې ته به بیا کتنه کوي او ټولو صوبه ته به پکې ونډه ورکوي، خو وایي بلوچستان ته به پکې تر خپلې ونډې هم زیاته برخه ورکوي.

وزیراعظم وویل که د بلوچستان معدني وسایل په سمه توګه وکارول شي، نو نه یواځې به دا صوبه پرمختګ وکړي بلکې ټول پاکستان به ورسره ترقي وکړي:

"څومره توان او زېرمې چې په بلوچستان کې دي، یواځې د څلورو معدني وسایلو سرو زرو، میسو، کولې او کرومایټ اندازه شوی ارزښت ۴۵۰ اربه ډالره دی، نور خو لا پاته دي، تر اوسه خو لا تېل او ګېس هم سم نه دي را ایستل شوي، که یواځې همدغه زېرمې هم استعمال شي، بل د ګوادر چې کومه پوټېنشل دی او د سي پېک یوه موقع په لاس راغلې ده که له دې سمه ګټه واخیستل شي دا ډېره لویه پانګه ده".

د بلوچستان سیاستوال ګیله کوي چې مرکز تل د دې صوبې وسایل وړي او دې صوبې ته یې مناسبه ونډه نه ده ورکړې، ځکه خو دا صوبه له نورو صوبو وروسته پاته ده. د بلوچستان اوسني حکومت هم تور لګولی چې مرکزي حکومت مخکې په رېکوډک او اوس په سي پېک منصوبه کې بلوچستان له پامه غورځولی دی. صوبایي وزیر اسد بلوڅ دوې ورځې وړاندې د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه ویلي وو:

"د بلوچستان اسمبلۍ ته ډاډ نه دی ورکړل شوی، د چین ذمه دار سفیر پریس کانفرنس کوي او وایي چې د سي پېک منصوبې په ۲۲ برخو کې ۷۰۰۰۰ کسان په کار ګومارل شوي دي، زه د مکران ډیویژن اوسېدونکی یم، د پنجګور یو تن هم پکې نه دی اخیستل شوی".

په بلوچستان خصوصاً په مرکزي ښار کوټه کې د اوبو د ستونځو د ختمولو لپاره وزیراعظم عمران خان وویل، چې په صوبه کې د کچي کینال په نامه د لوی ډېم د دویمې او درېیمې برخې په جوړولو کې به مرسته کوي، چې وایي تر بشپړېدو وروسته به یې په بلوچستان کې زرعي انقلاب راشي:

"موږ به د صوبایي حکومت پوره مرسته کوو چې د کچي کینال منصوبه بشپړه شي، که د سیند له دریابه د بلوچستان د اوبو برخه د کچي کینال په وسیله ورکړل شي، نو د دې ډېم په اوبو به شاوخوا ۸ لکه ایکړه مځکه اوبېږي او کښته کرونده به ورباندې کېږي، نو فکر وکړئ چې بلوچستان خو به غله نورو هېوادونو ته لېږي".

عمران خان وویل چې ترهګرۍ بلوچستان ته زیات زیان اړولی، چې وایي له کبله یې په ډېرو څانګو کې ماهر کسان له دې صوبه تللي دي، خو وایي حکومت به د دې کمي د پوره کولو لپاره هم هڅې کوي:

"دلته چې کومه ترهګري وشوه د هغه تر ټولو لوی تاوان دا وشو چې دلته مېشت د نورو صوبو خلک کډه کېدو ته مجبوره شول، په هغوی کې ډاکټران وو، پروفیسران او د نورو څانګو ماهرین پکې شامل وو، له هغه ډېر تاوان وشو، موږ به ستاسې پوره مرسته کوو چې خلک درته راولېږو".

عمران خان وویل د بلوچستان خلک د کېنسر یا سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره نورو صوبو ته نه شي تلای، ځکه نو هڅه کوي چې د لاهور او پېښور غوندې په کوټه ښار کې هم یو کېنسر روغتون ورته جوړ کړي او د دې روغتون لپاره ډاکټران له بهرنیو هېوادونو را وغواړي.

وزیراعظم د تل په څېر کرپشن د پاکستان د پرمختګ په مخکې لوی خنډ وباله. ده د بلوچستان پر وزیراعلی ږغ وکړ، چې که پخپله صوبه کې کرپشن ختم نه کړي، نو هیڅکله به هم دا صوبه پرمختګ ونه کړي:

"زه مخکې هم کوټې ته راغلی یم او د بلوچستان ستونځې مې لیدلې دي، خو دلته هم تر ټولو لویه ستونځه کرپشن دی، نن چې پاکستان ۲۸ اربه روپۍ پوروړی دی او دا پور په تېرو لسو کلونو کې له ۶ اربو ۲۸ اربو ته رسېدلی دی د دې تر ټولو لویه وجه کرپشن دی، مخکې چې پیسې غلا شوې او له هېواده و ایستل شوه هغه یو تاوان وکړ او بیا چې له دې غلا څخه ادارو ته کوم زیان ورسېد هغه بل تاوان وکړ".

عمران خان د بلوچستان اسمبلۍ پر غړو ږغ وکړ، چې د خپلې صوبې د ټولو ستونځو د ختمولو لپاره له اړتیا سره سمه قانون سازي وکړي.

وزیراعظم عمران خان د بلوچستان پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې، خو د دې صوبې په زیاته برخه کې د فعالو خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو په اړه یې څه ونه ویل، چې آیا حکومت یې له هغوی سره خبرو ته تیار دی که نه او نه یې له دې صوبې د هغو بلوڅانو ځوانانو په اړه څه وویل، چې په جبري توګه د بې درکۍ دعوې یې کېږي او شمېر یې تر ۳۰۰۰۰ زیات ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG