لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي:خپلو ګټو ته ارزښت ورکوؤ،امریکا سره مو اړیکې ښې کیږي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان ته خپله بهرنۍ تګلاره کې دخپل هیواد ګټې تر ټولو زیات ارزښت لري اؤ هغه د واشنګټن په سفر ې دپاکستان دریځ په موثر ډول وړاندې کړی دی.

دامریکا دسفر څخه په راستیندو ملتان کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې شاه محمود قریشي وویل هغه امریکا ته ددې دپاره نه ؤ تللی چې امریکا څخه مالي مرستې وغواړي.

د روان کال دپیل راهسې افغانستان کې دپاکستان دمداخلت په تورونو دپاکستان اؤ امریکا اړیکې زیاتې خړې شوي دي اؤ واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې پوځي اؤ امنیتي مرستې تړلي دي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دعوه وکړه چې دپاکستان اؤ امریکا اړیکې اوس ورو په ورو ښې کیږي.

هغه وویل امریکا د تیرو دوؤ کالو راهسې پرله پسې په پاکستان نیوکې کولې اؤ خبرداري یې ورکول خو هغه امریکایي چارواکو ته دپاکستان دریځ‌ په غوره ډول وړاندې کړی چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان لخوا ورکړل شوؤ قربانیو ته باید په درنه سترګه وکتل شي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ ترهګر افغانستان کې دبریدونو پلانونه له دغه ځایه عملي کوي.

خو پاکستان د واشنګټن اؤ کابل تورونه ردوي اؤ وایي چې افغانستان کې د سولې اؤ ثبات پلوي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر تیره اوونۍ واشنګټن کې یو سیمینار ته خپله وینا کې باور ورکړی ؤ چې پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي خو ورسره یې دا هم ویلي وؤ چې پاکستان اوس په طالبانو زیات نفوذ نه لري.

خو په اسلام اباد کې دامریکا پخواني سفیر ررچرډ‌ اولسن بیا ویلي وؤ چې که پاکستان د زړه نه هڅه وکړي نو کولی شي چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ جوړ جاړی راولي.

دامریکا دملي امنیت صلاح کار جان بولټن هم اوړمه ورځ‌ ویلي وؤ امریکا دپاکستان نوي حکومت ته فرصت ورکوي چې د کتاب دپاڼې په اړولو سره پر مخ نوی سفر پیل کړي.

خو شاه محمود قریشي مطبوعاتي کانفرنس ته وویل چې “مونږ ته به زیات څه دخپلې بقاء دپاره کول وي”

هغه وویل پاکستان وړاندې هم ملګرو ملتونو ته خپل دریځ‌ رسولی چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړی اؤ امریکا ته یې هم خپل دریځ په ښه ډول روښانه کړی دی

XS
SM
MD
LG