دپاکستان لخوا د نړیوالې مالیاتي پنګې (ایي ایم ایف) څخه د پورونو اخستو له پریکړې وروسته په دغه هیواد کې دبانکونو دننه اؤ خلاص مارکیټ کې د روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ ۱۳۶ ته رسیدلی دی.
دسه شنبې په ورځ د کاروبار په پیل کیدلو یو ناڅاپه د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې سخت کموت ولیدل شو اؤ د ډالر نرخ ۱۱ روپۍ اؤ۷۰ پیسې وختلو .
تر دې وړاندې بانکونو کې یو ډالر په ۱۲۴ روپۍ اؤ۳۰ پیسې تبادله کیدو خو په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې اوس ډالر د ۱۳۶ روپو څخه هم اوښتی دی.
د پیسو کاروباریان وایي د روپۍ په ارزښت کې دا کمی دايي ایم ایف دفشار نتیجه ښکاري ځکه چې ایي ایم ایف وړاندې څخه د روپۍ ارزښت کې د۱۵ کمي راوستلو غوښتنه کړې وه.
کاروباریان وایي چې سمدستي د ډالر دنرخ سیوا کیدولو سره دبې باورۍ وضعیت رامینځته شوی اؤ کیدی شي اوس د ډالر ارزښت نور هم وخیژي.
په پاکستان کې دپیسو د تبادلې د سازمان عمومي سکتر ظفر پراچه ویلي مارکیټ کې د ډالر دنرخ ختلو اؤ پریوتلو وضعیت ښایي چې اوس به په خلاص مارکیټ کې ډالر موندل ګران شي.
رسنیو ته نوموړي ویلي موجوده حکومت باید دتیر حکومت تګلارې خپلولو څخه ډډه اؤ د روپۍ ارزښت کې دکمښت راوستلو رسمي اعلان وکړي.