لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم په لویو، وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کوي


پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان په لویو وړو نزدې ۱۷ ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

د غورځنګ مشر منظور پشتين په ټويټر د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی او ويلي يې دي،

"دغه مظاهرې په صوابۍ کې د پي ټي اېم د غړو د نيولو، د رویدالله غېر قانونه بند، په سوات کې چاؤڼۍ جوړولو، د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې د کډوالو سره د غېر انساني رویې او د پښتنو په خاوره په منظم ډول د هدفي وژنو پرضد دي".

پشتين په ټويټر د ښارونو نومونه او د احتجاجي مظاهرو وختونه ويلي دي.

دغه مظاهرې په داسې حال کې اعلان شوي چې د خالي، شنبې په ورځ په صوابۍ کې د پي ټي اېم نهه غړي جېل ته لېږل شوي دي.

په دغو نهه کسانو کې ۸۸ کلن فېض محمد کاکا هم شامل دی.

په صوابۍ کې د اګست د میاشتې په ۱۲م نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه جلسه شوې وه چې ورته منظور پشتين هم وېنا کړې وه.

د يادې جلسې وروسته د صوابۍ پوليسو د جلسې د راجوړؤنکو پرضد مقدمه درج کړې او په مقدمه کې تور لګول شوی ؤ چې د پي ټي اېم غړو او مشرانو د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي او خلک يې راپارولي دي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نه ورته مسله نشته خو د تګلارې او پېغام سره يې اختلاف لري او پي ټي اېم د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي.

اصف غفور ويلي دا مسله ژوره ده او د سړي نه مخکې تېره ده.

نوموړي ويلي ؤ، "دوی په دې پوهه دي چې منظور پشتين هیڅ قوت نه لري چې لویې غونډې راجوړې کړي، خو دوی په دې هم خبر دي چې د دغو مظاهرو يا غونډو په شا څوک دي او مالي سرچينې يې کومې دي".

له دغې وروسته منظور پشتين په ۲۸م اکتوبر په بنو کې د جلسې اعلان کړی او ويلي يې دي خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

هغه ويلي ؤ نن د ۱۶م اکتوبر احتجاجي مظاهرې به پوځي وياند وګوري چې پي ټي اېم مظاهرې کولی شي که نه شي کولی.

منظور ویلي د خپلو هلو ځلو يوه لړۍ به پېل کوي د ظلم پرضد به غږ پورته کوي او اسلام اباد ته به تګ کوي او نړۍ به وګوري چې دوی څنګه احتجاج کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG