لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهم نړیوال خبرونه


د شمالي او جنوبي کوریا ولسمشران
د شمالي او جنوبي کوریا ولسمشران

واشنګټن: د شمالي او جنوبي کوریا مذاکره کونکي د امریکا په مشرۍ د ملګروملتونو د قوماندې له پلاوی سره یوځای نن د هغې پولې د غیرې پوځې کولو په اړه لومړني خبرې پیلوي چې د دواړو کوریا ترمنځ پرته ده.

دغه خبرې به په هغې ګډې امنیتي سیمه کې وشي چې په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې د پای ته رسېدو له تړون راوروسته د دریو واړو تر واک لاندې پاتې شوې ده.

د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو کېم جان اون او مون جې اېن تېره میاشت په خپلې دریمې سرمشریزې کې دا منلې وه چې په خپلو کې دغه ګډه پوله به غیر پوځي کوي.

دوی ویلي وو چې د غیر پوځي کېدو په بهیر کې به خښ کړای شوي ماینونه پاکوي، د ساتونکو پوستې به لېرې کوي او ددې کال تر پایه به د څارنې او نور پوځي وسایل له دغه ځای څخه لیرې کوي.

---------

د استرالیا لومړی وزیر سکاټ ورېسن وایي، دوی د اسرایلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو باندې غور کوي تر څو خپل سفارت هلته انتقال کړي.

مورېسن دغه خبره د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډآنلډ ټرمپ د اسرایلو د پلازمېنې په توګه بیت المقدس په تېر ډیسمبر میاشت کې وپېژانده او د اوږدې مودې هغه سیاست یې مات کړ چې بیت المقدس دې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوو دولتونو تر اغېز لاندې پاتې شي.

د امریکا سفارت په رسمي توګه په مې میاشت کې په بیت المقدس کې پرانستل شو.

-----------------

د نایجریا حکومت وايي، هغه ښځینه مرستندویه کارکونکې چې ددې کال په سر کې د مسلمانو توندلارو لخوا تښتول شوې وه وژل شوې ده.

د نایجریا د معلوماتو وزارت ویلي چې دغه وژل شوې ښځه هوا محمد لېمن نومېده چې د سره صلیب دنړیوالې ادارې له یو روغتون سره یې کار کاوه.

خبر زیاتوي چې لېمن او سیفورا خورسا چې له سره صلیب سره یې کار کاوه په مارچ کې د مسلمانې توندلارې ډلې بوکو حرام څخه د یوې جلا شوې ډلې لخوا تښتول شوې وې.

یادې ډلې ګواښ کړی چې دوی به یوه بله نیول شوې ښځه هم د ګل یا دوشنبې په ورځ ووژني کچېرې حکومت ددوي غوښتنې و نه مني.

------------------

جرمني په امریکا د سپټمر د یولسمې نیټې د برید په تړاو نیول شوی کس بېرته خپل پلرني هېواد مراکو ته استولی دی.

منیر المتصدق مراکو ته له استول کېدو مخکې په جرمني کي ۱۵ کاله بند تېر کړ.

متصدق په دې جرم محکوم شوی وو چې له محمد عطا سره یې مرسته کړې وه او محمد عطا هغه کس وو چې د سپټمبر په یولسمه نېټه یې یوه الوتکه تښتولې وه.

دغه په نامه پیلوټ د جرمني په هامبورګ کې د القاعده څانګې غړی وو چېرې چې مصدق هم ژوند کاوه.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG