لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسي جرګې غړی اؤ نوماند عبدالجبار قهرمان بمي چاودنه کې ووژل شو


دافغانستان د ولسي جرګې غړی اؤ راتلونکو انتخاباتو ته کاندید عبدالجبار قهرمان په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی اؤ اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په دغه پېښه دخفګان په ترڅ کې ویلي تروریستان او د دوی ملاتړي د وحشيانه بریدونو په ترسره کولو سره د ټاکنو په سوله ییز، ملي او ولسواک بهیر د خلکو باور نه شي کمزوری کولی.

دهلمند د والي ویاند عمر ځواک د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چاودنه هلمند ولایت کې د ولسي جرګې دغړي عبدالجبار ځواک د ټاکنیز کمپائن په دفتر کې شوې ده چې پخپله پکې ښاغلی قهرمان وژل شوی.

په دې وروستیو کې دافغانستان ټولټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو په ټاکنیزو کمپائنونو د بمي چاودنو لړۍ چټک شوې اؤ تر دې مهاله دغو چاودنو کې په شلګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني په عبدالجبار قهرمان دشوي بمي برید سخته غندنه کړې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې ښاغلی قهرمان د افغانستان صادق او زړور بچی و چې تل یې د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ ملي فکر او نه ستړې کېدونکې هڅې کولې.

ښاغلي اشرف غني مسوولینو ته د شهید عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې د رامنځته شوې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د مجازات او د ټاکنیزو کمپاینونو د غونډو د لا ښه امنیت لارښوونه وکړه.

تر اوسه ددې پېښې ذمه واري کومې تندره ډلې پغاړه نه ده اخستې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG