لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: داسې ښکاري چې خاشقجي مړ شوی دی


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي، هغه ته داسې ښکاري چې د سعودي عرب ژورنالسټ [جمال خاشقجي مړ شوی دی، او په دې به سعودي عرب ته د امريکې غبرګون ډېر سخت وي.

ټرمپ سعودي عرب ته د ګواښ کولو سره ویلی، دوی غواړي چې هغه نتيجې ته ورسي چې په اصل کې څه شوي دي.

امريکايي صدر د اېنډرويو په هوايي اډه خبريالانو سره په خبرو کې د ژورنالسټ خاشقجي په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې وويل، "څنګه چې ماته ښکاري يقيني چې هغه ډېره د افسوس خبره ده".

د ټرمپ انتظاميې خوښي څرګنده کړې چې سعودي عرب دې د خاشقجي په اړوند پلټنو کې لږ نور وخت واخلي، ترکي تور لګولی چې د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقجي په استنبول کې د رياض په قونصلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.

د خاشقجي د بې درکۍ د خبر وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو د سعودي عرب او ترکي سفرونه کړي او بيرته امریکا ته رسېدلی صدر ټرمپ ته يې احوال وړاندې کړی دی.

هغه ويلي ؤ د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ورته باور ورکړی چې د خاشقجي په تړاؤ د پلټنو مالومات به نړۍ ته وړاندې کړي.

صدر ټرمپ نیويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې په هغو استخباراتي راپورونو د باور څرګندونه کړې چې پکې ويل شوي د خاشقجي د وژنې په شا د سعودي عرب لوړ رتبه لاس دی. خو نوموړي ویلي په ختمي ډول دا وېنا به د وخت نه وړاندې وي.

سعودي عرب د خاشقجي د بې درکۍ څخه ځان ناخبره ګڼي.

د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقجي چې په امریکا کې په خپل ځاني جلاوطنۍ مېشت ؤ.

هغه د اکتوبر په دوېمه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته ورغلی او له هغې وروستو بې درکه دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG