لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندهار کې پارليمانې انتخابات وځنډول شو


د افغانستان د ولسمشر مرستیال وياند شاه حسېن مرتضوي ويلي، په کندهار کې د يوې اوونۍ پورې پارليماني انتخابات وځنډول شو.

په کندهار کې پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ په يو ترهګر بريد کې د کندهار د پولیسو مشر جنرل عبدالرازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي دي.

شاه حسېن مرتضوي په ټویټر ویلي،

"د افغانستان د اولس او انتخابي کميسون په خواست د ملي امنیت په شورا کې فېصله وشوه او په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات د يوې اوونۍ دپاره وځنډول شو".

په افغانستان کې سبا د خالي، شنبې په ورځ پارليماني انتخابات ټاکل شوي دي.

د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس پرون ويلي، دا نه ده څرګنده چې د کندهار بريد به څنګه د خالي د ورځې افغان پارلیماني انتخابات اغېزمند کړي.

هغه د جنرل رازق مرګ ته د يو وطنپال غمجن تاوان ويلی او زياته کړې يې وه، دا به د وخت نه وړاندې وېنا وي چې دغه بريد به په راتلونکو انتخابات څه اغېزې ولري.

نن د جمعې په ورځ ارګ په يو جاري کړي بيان کې ويلي، "ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه".

د ارګ ترمخه ښاغلي غني په کندهار کې د پرونۍ ترهګرې پېښې له امله د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته تسلیت ووایه او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

افغان ولسمشراشرف غني تېره شپه په خپله وېنا کې ویلي، د کندهار د امنيت د قابو کولو دپاره به د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزی، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت لوړ رتبه چارواکي او کمانډوز کندهار ته ورسيږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ويلي، افغانستان کې سبا د کېدونکو انتخاباتو د ۲۰ ورځو په انتخابي کمپاين کې د ترهګرۍ او ناامنۍ په پېښو کې لږ تر لږه ۴۵ ملکي وګړي وژل شوي او د ۱۷۶ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG