لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان نه د کندهار د بريدګرو په مالومولو کې مرسته غوښتې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي ته ويلي، د کندهار د برید زمه واري طالبانو منلې د چا مشران چې په پاکستان کې دي، ځکه پاکستان دې په دغه پېښه کې د ککړو لاسونو په مالومولو کې د دوي مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پرون د جمعې په ورځ خپل افغان سيال ته ټيليفون کړی او د کندهار په پېښه يې ورسره خواشيني کړې ده.

د افغان خارجه وزارت ترمخه رباني په ټيليفون کولو د قرېشي مننه کړې او ورسره یې ورته ویلي يې دي،

" د افغانستان دولت د جنرل عبدالرازق او هغه سره د وژل شوؤ د پېښې پلټنې پېل کړي، او د دغه پېښې زمه واري طالبانو منلې او د دغه ډلې مشران په پاکستان کې دي. افغانستان د پاکستان نه خواست کوي چې د دې بريد کوونکو په ښکاره کولو کې يې مرسته وکړي".

د زيارت، پنجشنبې په ورځ په یو ترهګر بريد کې د کندهار د صوبې د پولیسو مشر جنرل عبدالرازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي دي.

د پاکستان د دولتي رسنیو ترمخه شاه محمود قرېشي ويلي پاکستان د ترهګرۍ غندنه کوي او پاکستان به په سیمه کې د سولې او ثبات دپاره د افغانستان سره په ګډه کار کوي.

قرېشي ویلي په پاکستان کې امن او اقتصادي پرمختګ په افغانستان کې د سولې او ثبات سره تړلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خپل افغان سيال ته باور ورکړی چې پاکستان به په افغانستان کې د جمهوري عمل بشپړ ملاتړ کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د کندهار د ترهګر بريد غندنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG