لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د پاکستان نه د خپلو تښتول شوؤ مامورينو دپاره د سمدستي او پرېکنده عملیاتو غوښتنه کړې


د ايران پوځي مشر د پاکستان پوځي مشر ته په ټيليفون ويلي د ايراني پوله ساتونکو تښتول شوؤ مامورينو د مالومولو او خوشي کولو په اړوند دې سمدستي او پرېکنده اقدامات وکړي.

دغه خبر د پاکستان مطبوعاتو د ايراني رسنيو څخه خپور کړی دی.

ويل شوي د ايران پوځي مشر جنرل محمد حسېن مغيري د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړي دي.

نزدې یوه اوونۍ وړاندې د ایران حکومتي مطبوعاتو د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو یو بیان رپورټ کړی چې پکې ویل شوي وو د ایران ۱۲سرحدي مامورین د پاکستان سره په پوله میرجاوه سیمه کې پرځای وو چې د "انقلاب ضد ډلو" وتښتول.

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره په پوله د ایران سیستان بلوچستان صوبه کې د ډېر وخت راهسې وسله والې ډلې فعالیتونه لري.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ويلي ؤ چې پاکستان باید د هغه ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې ځینې سیمه يیز هېوادونه یې ملاتړ کوي او ایراني ځواکونه دې په سمدستي ډول ازاد کړي.

ايراني چارواکي وايي دوي ګڼي چې وسله والو تندلارو يې مامورين پاکستان لوري ته تښتولي دي.

دوه ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي سره په ټيليفون خبرې کړي او خپلو مامورينو په تښتونه يې د خپلې اندېښنې څخه خبر کړی ؤ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ قرېشي خپل ايرانی سیال د پاکستان د هغو هڅو نه خبر کړی چې د ايراني مامورينو د مالولو او خوشي کولو په موخه يې پېل کړي دي.

تېره میاشت د ايران پاسداران انقلاب ځواک يا انقلابي ګارډ ويلي ؤ د پاکستان سره په پوله ايران ته اوړېدونکي څلور ترهګر يې په هغه ځای کې وژلي چرته چې د سني وسله والو تندلارې ډلې په ايراني پوځ او ملکي وګړو بريدونه کوي.

تېر کال د سېستان بلوچستان صوبې سره په پوله په ايراني ځواک بريدکې ۱۰ ایراني سرتيري وژل شوي او زمه واري يې جېش العدل نومې ډلې منلې وه. ايران تور لګوي تندلاري په پاکستان کې پټې ځالې لري.

تېر کال د ايران د پوځ مشر پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې پوله دې سمبال کړي کنه دوی به په پاکستان کې دننه په ترهګرو پسې لاړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG