لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: پوځ ۱۱ کاله وروسته انتظامي چارې ځايي چارواکو ته سپاري


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په سيمه سوات کې پوځ ۱۱ کاله وروسته ټولې انتظامي چارې ځايي چارواکو ته سپاري، ۱۱ کاله وړاندې پوځ د وسله والو طالبانو پرضد سوات ته غوښتل شوی چې سیمه د طالبانو نه پاکه کړي او امنيت په ځای کړي.

د سوات څخه د ډیوه خبريال فياض ظفر وايي د پوځ نه د انتظامي چارو ځايي چارواکو سپارلو دپاره د سېدو شريف په هوايي اډه نن د ګل، دوشنبې پهورځ يوه دستوره راجوړه شوې او په رسمي ډول به د سوات ټول واک غېر پوځي انتظاميې ته وسپارل شي.

په سوات کې ۱۱ کاله وړاندې د ملا فضل الله په مشرۍ طالب وسله والو د حکومت عملداري چېلنج کړې، د جينکو په تعليم یې بندېز لګولی او هلته یې د خپلسره واک په ځای کولو هڅه کړې وه.

وروستو د حکومت په وېنا پوځ سوات ته غوښتل شوی چې سيمه د وسله والو تندلارو څخه پاکه کړي او بيا په رسمي ډول هلته د طالب وسله والو پرضد پوځي عمليات شوي وو.

د پاکستان پوځ د حکومت په وېنا په سوات کې پوځي عملیات پېل کړي او د حکومت عملداري یې په ځای کړې وه.

د امنيتي سرچينو د شمېرو ترمخه په سوات کې د ترهګرۍ په پېښو کې د درې زرو نه زيات عام خلک وژل شوي وو.

او د طالب وسله والو پرضد عملياتو کې د پينځه سوه نه زیات پوځي او د دوه سوه نه زيات د پوليس سرتيري وژل شوي وو.

د امنيتي چارواکو په وېنا په پوځي عملياتو کې د شپږو زرو نه زيات تندلاري وسله وال وژل شوي وو.

د طالبانو پرضد د عملياتو په وخت د سوات نه د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې.

د ډیوه خبريال وايي د کال ۲۰۰۷م څخه په سوات کې ټولې انتظامي چارې د پوځ سره وې، که ځايي انتظاميې کمشنر يا پوليس به کوم ډول اقدامات کول غوښته د پوځ په اجازه او مشورې سره به يې کول.

ويل کیږي نن د ګل په ورځ چې پوځ په رسمي ډول د ټولو انتظامي چارو واک ځايي انتظاميې ته وسپاري د سوات څخه به پوځ په مرحله واره توګه ووځي.

چارواکو ویلي په سوات کې به يواځې يو بريګېډ پوځ پاتې شي کوم چې دا وخت په اېف سي کېمپ سوات کې موجود دی او چې کله په سوات کې د پوځ دپاره چاؤڼي جوړه شي پوځ به هلته په مستقله توګه د پاتې کېدو دپاره منتقل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG