لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سره پولې ته نزدې د ايراني مامورينو تښتولو زمه واري جېش العدل منلې ده


جېش العدل نومې تندروه وسله والې ډلې منلې چې د پاکستان او ایران پولې ته نزدې يې د ایران ۱۲ پوله ساتونکې ۱۲ مامورين تښتولي دي.

دغه خبر د ايران دولتي خبري ادارې ورکړی او ويلي يې دي تندلارې ډلې په ۱۶م اکتوبر د تښتول شوؤ دوه کسانو د عکسونو خپرولو ادعا کړې ده.

ايراني چارواکو ويلي د روانې میاشتې په ۱۶م نېټه د سېستان بلوچستان صوبې د مرکز نه ۱۵۰ کلوميټره جنوب لويديځ پله پرتې علاقې لولکدان څخه يې ۱۲ سرحدي مامورين تښتول شوي وو.

جېش العدل ډلې چا چې د ايراني مامورينو د تښتول ادعا کړې دا ډله په کال ۲۰۱۲م کې د جندالله وسله والې ډلې څخه جدا شوې او له دې وړاندې يې هم په ايراني ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د تېر خالي، شنبې په ورځ د ايران پوځي مشر جنرل محمد حسېن باقري مغيري د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړې او ورته يې ویلي ؤ د ايراني پوله ساتونکو تښتول شوؤ مامورينو د مالومولو او خوشي کولو په اړوند دې سمدستي او پرېکنده اقدامات وکړي.

له دغې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د خپل پاکستاني سيال سره هم په دغه اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړې وې.

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره په پوله د ایران سیستان بلوچستان صوبه کې د ډېر وخت راهسې وسله والې ډلې فعالیتونه لري.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونه له پاکستانه غواړي باید د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې ځینې سیمه يیز هېوادونه یې ملاتړ کوي او ایراني ځواکونه دې په سمدستي ډول ازاد کړي.

ايراني چارواکي وايي دوي ګڼي چې وسله والو تندلارو يې مامورين پاکستان لوري ته تښتولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG