لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې او يورپي هېوادونو د مرستندويه ادارو د بندولو په سر عمران خان ته اندېښنه څرګنده کړې


د امريکا په ګډون يورپي هېوادونو د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته د مرستندويه ادارو پرضد ګام اخيستو باندې سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

رويټرز خبري ادارې نن د زیارت، پنجنشنبې په ورځ د سفارتکارو له قوله دغه خبر خپور کړی چې د پاکستان او د دغه هېواد د طاقتوره پوځ خيال دی چې دا بهرنۍ مرستندويه ادارې جاسوسي کوي.

سفارتکار او د بهرني ژورنالسټان هم په دغه ايټمي قوت لرونکې هېواد کې په ګرځېدو د سختو بندېزونو سره مخ دي.

د خبري ادارې ترمخه په يادو ۱۸ نړيوالو مرستندويه ادارو کې زياتر ه د بشري حقونو په لړ کې کار کوي او دوی ته پاکستان په وروستيو کې د رجسټرېشن اجازه نه ده ورکړې او ورته يې ويلي چې ملک پرېږدي.

دغو هېوادونو عمران خان ته خط استولی او ورته يې ويلي چې حکومت يې یادو ادارو ته کوم وضاحت نه دی کړی چې ولې يې ورته د رجسټرېشن اجازت نه دی ورکړی.

رویټرز ويلي څلورو سفارتکارو د دې خط پخلی کړی چې دوی د خپلو سختو اندېښنو په اړوند د تازه پرمختګ په حقله خان ته خط ليکي.

په خط کې ويل شوي چې په مدني ټولنه دغه بندېز د نړيوالې ټولنې په وړاندې د پاکستان هغه مخ بدناموي چې دی وايي د بشري پرمختيا دپاره کار کوي او په دې کار د نړیوالو خېراتي ادارو او کاروباريانو په وړاندې د پاکستان اعتماد راټيټيږي.

خبري ادارې ويلي نه خو عمران خان او نه بيا د بهرنیو چارو وزارت په سمدستي ډول د خط په اړوند غبرګون څرګند کړی دی، په کوم خط چې د امریکا، کېنېډا، جاپان، اسټريليا، ناروی او سويټزرلېنډ استازو دستخطونه کړي دي.

ويل شوي د يورپي يونین استازي د برتانيې او فرانس ترڅنګ د ۱۷ يورپي هېوادونو په استازيتوب په خط لاسليک کړی دی.

د پاکستان ځايي میډيا د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې دا خبر خپور کړی ؤ چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ۱۸ نړیوالو غېر دولتي ادارو ته په دوه میاشتې موده کې د ملک څخه وتلو ويلي دي.

ټريبيون ورځپاڼې په يو خبر کې ويلي ؤ چې په دوېم اکتوبر د کورنيو چارو وزات د امريکا او يورپي هېوادونو ۱۸ نړیوالو غېر دولتي ادارو ته خبرتیا ورکړې چې رجسټرېشن يې نه دی منظور شوی.

د خبر ترمخه ادارو ته په ۶۰ ورځو کې د خپلو فعاليتونو راټولو ويل شوي او ورته زياته کړی شوې چې شپږ میاشتې وروسته بيا کولی شي چې د رجسټرېشن دپاره خواست وکړي خو هغه به هم د نوي يادداشت لاندې عملي کيږي.

رویټرز ويلي د تېر کال ستمبر په میاشت کې هم د کورنيو چارو وزارت ته دغه ډول يو خط لېږل شوی ؤ.

د غرب استازو خبرداری ورکړی د دغو ادارو د ویستلو سره به د عمران خان د پرمختيا په اړوند اهداف ترلاسه کېدل اغېزمن شي.

ویل شوي په نړیوالو ادارو د بندېز سره به په ملينونو غريب پاکستاني اغېزمن شي او يواځې په کال ۲۰۱۷م کې ۳۴ ملينه خلکو ته دغو ادارو د بشري حقونو په اساس امداد ورکړی ؤ.

د دې ترڅنګ په دغو ادارو کې کار کوونکي د زرګونو په شمېره کې خلک به بې روزګاره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG