لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېغمبر اسلام (ص) سپکاوی د اظهار ازادي نه ده، يورپي عدالت


د يورپي يونين د بشري حقونو عدالت ويلي د پېغمبر اسلام (ص) سپکاوی د اظهار د ازادۍ د حدونو څخه اوړي او په داسې کولو مذهبي تعصب وده مومي.

عدالت دغه فېصله په هغه خواست اورولې په کومه قضيه کې چې د اسټريا يو عدالت د پېغمبر اسلام (ص) پرضد د سپکاوي په وېنا جرمانه او سزا اورولې او بيا دغه فېصله د هېواد ستر عدالت هم په ځای ساتلې وه.

د يورپي عدالت اووه کسيزه ډلې د زيارت په ورځ په خپله فېصله کې ویلي چې د اسټريا عدالت د خواست کوونکې ښځې د بيانونو پوره جاج اخیستی د ښځې د اظهار د ازادۍ او مذهبي جذباتو د ساتنې د حق ترمنځ يې توازن په ځای ساتلی ؤ.

عدالت په فېصله کې ويلي د اسټریا د عدالتونو د فېصلې مقصد مذهبي امن په ځای ساتل ؤ.

د اسټريا يوې ښځې چې خپل نوم يې نه دی ښکاره کړی شوی په کال ۲۰۰۹م کې يې د اسلام په اړوند د اساسي مالوماتو د سرخط لاندې غونډې راجوړې کړې وې په غونډو کې يې په پېغمبر اسلام (ص) ځينې تورونه لګولي وو.

وروستو د ويانا عدالت د ښځې تورونو ته د مذهبي عقيدو سپکاوی ويلی او په هغې يې د ۴۸۰ یورو د جرمانې سره د کارروايۍ د خرڅ د خپله جېبه ورکولو سزا اورولې وه.

هغې بيا د يادې فېصلې پرضد اپيل کورټ ته خواست کړی خو د مخکني عدالت فېصله هلته هم په ځای ساتل شوې وه. او په کال ۲۰۱۳م کې بيا د اسټريا سترې محکمې هم ياده فېصله په ځای ساتلې وه.

له دغې وروسته دا ښځه د بشري حقونو يورپي عدالت ته تللې وه. هغې هلته خواست کړی ؤ چې د بيانونو مقصد يې د پېغمبر اسلام (ص) سپکاوی نه ؤ. هغې ويلي ؤ د اسټريا د عدالتونو فېصله د رايې د اظهار د ازادۍ پرضد ده او د کار د يورپي کمېشن د بشري حقونو د شق ۱۰م پرضد دی.

خو يورپي عدالت په فېصله کې ویلي دا د يورپي کمېشن د بشري حقونو د شق ۱۰م پرضد نه ده.

د يورپ د بشري حقونو عدالت د فرانس په اسټراسبرګ ښار کې موقعيت لري کوم چې په غړو هېوادونو کې د يورپي کنونشن د بشري حقونو په ځای ساتلو او سرغړونې کېدو د شکايتونو جاج يې اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG