لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خاشقجي چنغله: که خبره وای چې هغه وژل کېږي زه به قونصلګرۍ ته ورسره ننوتلې وای


واشنګټن ـــ په استنبول کې د سعودي په قونصلګرۍ کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي چنغلې خدیجه چنګېز ویلي دي، امریکې ته د سفر لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ بلنه یې رد کړې ده ځکه چې د هغې په فکر د صدر ټرمپ مقصد د ولس نظر په خپل حق کې کول وو.

د خبریال خاشقجي تر وژنې وروسته په لومړۍ ټیليویژني مرکه کې مېرمن چنگېز د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې له سعودي قونصلګرۍ بهر د را مخته شوو پېښو یادونه وکړه. دې زیاته کړه چې خاشقجي قونصلګرۍ ته تر ننوتللو وړاندې خپل دواړه موبایل ټیلفونونه دې ته ورکړل او دا بهر د هغه د راوتلو په انتظار ولاړه وه:

"کله چې هغه له کونسلګرۍ بهر را نغلو نو ماته داسې احساس وشو چې ما ډېر لوی څه وبایلل. زما ماشومان نه شته، زه نه یم خبره چې یوه مور د خپل بچي په مرګ څه احساس کوي، خو زه ډېره وېرېدم. ما فکرونه کول چې دننه به څه شوي وي، زه څه وکړم او څوک خبر کړم".

مېرمن چنګېز وایي، دې ډېر مثبت سوچونه کول او کله یې هم دا فکر نه وو کړی چې داسې څه به وشي:

"د هغه تر ورکېدو 25 ورځې وروسته هم زما په ذهن کې داسې څه نه وي راغلي کوم چې مخې ته راغلل. که په دغه ورځ ما لږ شان هم داسې سوچ کړی وو، نو ځه به کونسلګرۍ ته له هغه سره دننه تللې وم. ما به کله هم هغه یواځې نه وای لېږلی".

خبریال خاشقجي له خپلې چنغلې سره د واده لپاره د اړتیا وړ ضروري دستاوېزاتو اخیستو لپاره سعودي قونصلګرۍ ته ورغلی وو خو بیا بهر را ونه ووت.

سعودي په پیل کې د هغه په بې درکۍ کې له لاس لرلو انکار کاوه خو وروسته یې ومنل چې هغه په قونصلګرۍ کې دننه وژل شوی دی. خو تراوسه یې د هغه د مړي په اړه هیڅ معلومات نه دي وړاندې کړي. مېرمن چنګېز وایي:

"ما یو ښه سوچ کړی وو او د هغوی پلان بل شان وو. کله چې په ترکي مېډیا کې دا رپورټونه راغلل چې تر دغې پېښې (د خاشقجي تر وژنې) یوه ورځ وړاندې شخصي جهازونه راغلي، نو بیا په ما غم راغی. ما ته اندازه وشوه چې دغه راغلي خلک عام کسان نه وو. دوی په بېلابېلو څانګو کې ښه پوهه او ماهر خلک وو او دغه پېښه د هغې څه نه هم لویه وه د کومې چې ما سوچ کړی وو".

په مرکه کې مېرمن چنگېز وویل، دا په دې هم خبره ده چې جمال خاشقجی خپلې کورنۍ ته وصیت پرېیښی وو چې دی به په مدینه کې خاورو ته سپاري.

کله چې ترې وپوښتل شو، چې ایا له سعودي نه دې ته د غمرازۍ لپاره کوم ټیليفون راغلی، نو د دې ځواب وو چې "نه داسې نه دي شوي".

د خاشقجي چنغلې د صدر ټرمپ له خوا امریکې ته د سفر بلنه رد کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG