لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو جلسې ته خلک ورټولېږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي په بنو کمپليکس کې د جلسې تیارۍ بشپړ کړی شوي سټېج تيار او کرسيانو لګول شوي دي.

د سيمې نه د ډيوه خبريال عدنان بېټنی وايي د سهار راهسې خلک د جلسې ځای ته ورټولېدل پېل شوي او د لرې لرې سيمو نه اوس هم خلک جلسې ته په لارو روان دي.

د پي ټي اېم مشران وايي د بنو کمپليکس په مېدان کې د خلکو د ناستې دپاره ۱۷ زره کرسۍ لګول شوي دي، ډېری خلک دا وخت د جلسې ځای ته رسېدلي او د پي ټي اېم د نورو جلسو په څېر دغلته هم د بې درکه خپلوان راغلي او د خپلو خپلوانو عکسونه يې د ځان سره راوړي دي.

د پي ټي اېم مشران وايي د کوټې او نورو لرې سيمو څخه ډېری کسان پرون رارسېدلي او نن هم د کاروانونو په شکل کې راروان دي، دوی وايي د وزیرستان او خېبرپښتونخوا د برنو سيمو څخه هم خلک سهار راوتلي جلسې ته ځان رارسوي.

د ډيوه خبريال وايي په بنو کې نيم ګرم موسم دی او د موسمیاتو د محکمې چارواکي وايي د باران هيڅ امکان نشته.

په بنو کمپليکس به جلسه په دوه بجې پېل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG