لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د ټولټاکنو د کمېسون په ګاډي ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوی، پينځه ژوبل


د افغانستان پلازمینې کابل ښار کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون د عملې په موټرځانمرګی برید کې يو تن وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمسیون ویلي په دې ځانمرګي برید کې د ټاکنو د خپلواک کمسیون ۵ تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي په شوي ځانمرګي برید کې د یو تن پولیس په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي او یو بل تن پولیس وژل شوی دی.

د هیواد د پلازمینې کابل ښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر ته نزدې نن د ګل، دوشنبې په سهار شاوخوا اته بجې یو تن پلي ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې برید کې یو تن پولیس وژل شوی او یو بل تن پولیس او څلور تنه ولسي خلک ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل "دغه برید د یو تن ځانمرګي برید کوونکي لخوا شوی، پولیسو په پلي ځانمرګي برید کوونکي له پيژندلو وروسته ډزې وکړي خوبیا هم برید کوونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې یوتن پولیس وژل شوی او یو تن پولیس او ۴ ولسي وګړي ټپیان شوي دي".

دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند مرستیال ذبیح الله سادات له ډيوې سره په خبرو کې وویل چې په دې برید کې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مامورینو د لیږد موټر په نښه شوی دی .

نوموړي زیاته کړه په دې ځانمرګي برید کې ۵ تنه د ټاکنو خپلواک کمسیون اړوند مامورین ټپيان شوي او په دریو ټپي شویو امنیتي سرتیرو کې یو تن پولیس وژل شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د دې ادارو په ملاتړو کسانو د بریدونو ګواښ کړی و.

په کابل کې دټاکنو خپلواک کمسیون د فترپر کارکوونکو په داسې حال کې نن د دوشنبې په ورځ ځانمرګۍ برید ترسره شوی چې دغزني ولایت نه بغیر د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱ نیټه او همدارازه تیره اونۍ د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې دولسي جرګې ټولټاکنې ترسره شوې او ټاکل شوې چې راتلوونکي اونۍ یې پایلې اعلان شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG