د خېبرپښتونخوا په کوهستان ضلع کې د مسافرو يو بس د غرونو مينځ کې ژورې کندې ته لوېدلی ۱۷ تنه پکې مړه شوي دي.
چارواکو ويلي د سورولو بس د ګلګت بلتستان نه پېنډۍ ټه په لار ؤ چې په کوهستان کې ژورې کندې ته تللی دی.
د راپورونو ترمخه په بس کې زيات د ګلګت بلتستان سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.
د بره کوهستان پوليسو ویلي په کومه علاقه کې چې بس غورځېدلی هلته ابادي کمه ده او خلکو په خپله د پېښې ښکار بس څخه خلک راويستي دي.
چارواکو ويلي ويلي د علاقې د لري والي له سببه پوليس او امدادي ټيمونه وروسته رسېدلي او د ځايي میډيا ترمخه د شپې ناوخته امدادي کارونه سر ته رسول شوي دي.
ياده پېښه پرون د اتوار، يکشنبې په ماښام ناوخته رامنځته شوې ده.
پوليسو ويلي ښکاري په غرييزه علاقه کې د تېز رفتارۍ له امله ګاډی ښوېدلی او د سړک نه الوتی کندې ته غورځېدلی دی.
چارواکو ويلي په پېښه کې يوه ښځې ژوبله شوې ده.
پاکستان کې چارواکي وايي، زياتره ټرېفکي پېښې د تېز رفتارۍ يا ډرائيور د بې غورۍ له امله رامنځته کيږي خو د سړکونو خرابوالی او په ګاډو کې د حساب نه زیات وزن اچول هم د حادثو سبب ګرځي.