لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوزف ووټل: پاکستان او د سیمې هېوادونه دې د ترهګرۍ پرضد کلک ګامونه پورته کړي


د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل دولتي مشرانو سره په ليدنو کې د سیمې او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد دې جدي اقدامات ترسره کړي.

جنرال جوزف ووټل د افغانستان د جمهور رئيس اشرف غني او د ملي امنیت د شورا مشر حمدالله محب سره د افغانستان په تړاو پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي په ارګ کې د اشرف غني او د جنرال جوزف ووټل ترمنځ تېره ورځ ليدنه شوې ده.

ويل شوي په ليدنه کې دواړو مشرانو د سولې په پروسې، د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا، په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو بهیر، له ترهګرۍ سره دګډې مبارزې او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې زیاته شوې، جنرال جوزف ووټل له اشرف غني سره د لیدو پر مهال دکندهار د وروستي پیښې په تړاو چې امله یې جنرال رازق او یو شمېر نور افغان چارواکي ووژل شول خواخوږي وښودله او همداراز د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت په خوندي ساتلو کې دا فغان امنیتي ځواکونو هڅې يې وستایلې.

جنرال ووټل ښاغلي غني ته ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغانستان سره د نړیوال سټراتيژیک ملګري په توګه خپلې مرستې جاري ساتي.

جمهور ريیس د امریکا متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ له مشر څخه د غمشریکۍ او له افغانستان څخه د امریکا د ملاتړ په تړاو له څرګندونو مننه وکړه او د هغه هېواد مرستې وستایلې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي چې تېره ورځ جنرال جوزف ووټل د ملي امنیت د شورا له ريیس حمد الله محب سره هم ځانګړې ناسته درلوده.

د شورا لخوا په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې جنرل جوزف ووټل د سیمې او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد دې جدي اقدامات ترسره کړي.

جنرال جوزف ووټل په داسې حال کې له افغان مشرانو سره لیده کاته ترسره کړي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو دسیمې او نړۍ په کچه هڅې ګړندۍ شوي او په پاکستان کې د ملابرادر په ګډون یو شمېر نور مشران هم له بنده ازاد شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG