لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ غواړي په امریکا کې له زېږېدنې سره سم د تابعیت حق ختم کړي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی غواړي په امریکا کې د هغو زېږېدلو ماشومانو د تابعیت (شهریت) حق ختم کړي د کومو مور او پلار چې د امریکا تابعیت و نه لري او یا غیر قانوني کډوال وي.

ټرمپ له اچ بي او سره په یوې مرکه کې وویل، دی پلان لري چې په امریکا کې زېږېدونکو ماشومانو ته د تابعیت(سېټېزن شېپ) اوسنۍ پالیسي په یو اجرایوي حکم ختمه کړي.

ټرمپ وویل، دا د کار یوه برخه ده او دا به کېږي.

"مونږ په نړۍ کې یواځينی هېواد یو چېرې چې یو کس راځي او دلته ماشوم زېږوي او ماشوم یې له زېږېدو سره سم د امریکا شهري کېږي له ټولو هغو حقونو سره. دا یو ټوکه او مسخره ده او دا باید پای ومومي. "

په هر صورت ددې پالیسۍ پای ته رسول به په محکمه کې هم وننګول شي.

ټرمپ وویل، په دې اړه یې له خپل څارنوال سره خبرې کړیدي او هغه ورته ویلي دي چې په امریکا کې زېږېدونکو ماشومانو ته د تابعیت د قانون د ختمېدو په برخه کې په اساسي قانون کې د کوم بدلون اړتیا نه شته.

خو په دې اړه د هر حقوقي چلنج لپاره کېدای شي د محکمې اړتیا وي چې د اساسي قانون د ۱۴ ترمیم په اړه خبره راپور کړي.

د اساسي قانون په دغې ماده کې ویل شوي، ټول هغه کسان چې په امریکا کې زېږېدلي هغوی د امریکا تبعه یا شهري ګڼل کېږي.

د ټرمپ ددغه نوي پلان سره چې غواړي یاده پالیسي ختمه شي د هغه د ادارې هغه هڅې په داسې حال کې نورې هم توندې ښيي چې د نومبر په شپږمه نېټه په امریکا کې منځ مهالې ټاکنې ترسره کېږي.

په تېرو دوو اونیو کې داسې ښکاري چې ټرمپ او د هغه محافظه کاره ملګري هڅه کوي د کډوالو هغه ستر کاروان ته خبرداری ورکړي کوم چې د امریکا پر لوري روان شوی او دا مهال د امریکا جنوبي پولې ته په نږدې کېدو دی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ ټرمپ د کډوالو دغه کاروان په خپل هېواد باندې یو تېری وګاڼه او ادارې یې اعلان وکړ چې په جنوبي پوله باندې به ددې اونۍ تر پایه پورې لږ تر لږه ۵۲۰۰ امریکايي سرتیري وګمارل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG