لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور هايکورټ د مشال خان د وژنې په قضيه کې د خوشي شوؤ ۲۵ تنو پرضد شوی خواست خارج کړی
تازه خبر

پېښور هايکورټ د مشال خان د وژنې په قضيه کې د خوشي شوؤ ۲۵ تنو پرضد شوی خواست خارج کړی


د پېښور هايکورټ د مشال خان د پلار او خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت هغه خواست خارج کړی کوم چې د اېبټ اباد عدالت نه په ضمانت د ۲۵ سزاوارو کسانو د خوشي کېدو پرضد شوی ؤ.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان په قضيه کې د اېبټ اباد عدالت ۲۵ سزاوار شوي کسان په ضمانت خوشي کړي وو.

د مشال خان پلار اقبال لالا او د خېبرپښتونخوا حکومت د يادې پرېکړې پرضد پېښور هايکورټ ته خواست کړی ؤ.

د پېښور هايکورټ د مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د دوه قاضيانو ډلې پرون دغه خواست خارج کړی او د اېبټ اباد د عدالت پرېکړه يې په ځای ساتلې ده.

د مشال د کورنۍ وکيل فضل خان اېډوکېټ وايي، د فوجدارۍ په قضيه کې هايکورټ د درېو يا څلورو کالو په سزا کې ضمانت ورکولی شي خو د ترهګرۍ د مادو په مقدمه کې داسې نه شي کولی خو د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد د خپلې څانګې فېصله په ځای وساتله.

هغه وويل په عدالتي نظام کې نيمګړتياوي شته او عدالت هم په تکنيکي بنيادونو دا فېصله په ځای ساتلې ده.

فضل خان وويل د يادې پرېکړې پرضد سپريم کورټ ته تلی شي خو په دغه اړوند يې لا صلاح نه ده کړې.

د مشال خان پلار اقبال خان وايي، د اېبټ اباد عدالت لخوا سزاوار شوؤ کسانو په ضمانت د خوشي کېدو په وخت دوي نه وو خبر کړی شوي، او اوس د پېښور هايکورټ يې هم خواست خارج کړو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د انصاف ترلاسه کولو دپاره يې دا خواست په دې فکر ورکړی ؤ چې د وطن نور بچي د داسې ډول بريدونو ښکار نه شي.

هغه زیاته کړه د انصاف لمن نه پرېږدي او تر سپريم کورټه به ځي ځکه چې د مشال قتل ورته ډېر زيان اړولی دی.

د روان کال فرورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځوؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو د بند سزاګانې اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

خو وروسته د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هاغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

د مشال خان پلار او صوبايي حکومت بيا نه يواځې د دغه پرېکړې بلکې د خوشي شوؤ کسانو او ورسره د نورو اورول شوؤ سزاګانو پرضد پېښور هايکورټ ته تللي وو.

فضل خان اېډوکېټ وايي د دوي يو خواست خارج شو خو نور خواستونه يې لا په عدالت کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG