لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ګوادر ښار کې پر مزدورانو برید، ۵ وژل شوي ۲ ټپیان دي


د بلوچستان په ګوادر ښار کې ناڅرګندو وسلوالو په یوه پرمختیايي منصوبه کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې کړې، چې په نتیجه کې یې ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

پولیس چارواکي وایي، ګڼ شمېر مزدورانو ساحلي ښار ګوادر ته نیژدې د کورجوړونې په پراجیکټ کې کار کاوه، چې پر موټرسایکل سپرو کسانو ورباندې ناببره ډزې کړې او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

په پېښه کې وژل شوي او ټپي مزدوران سمدستي د ګوادر سرکاري روغتون ته وړل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر عبدالحفیظ اسوشېټیډ پریس ته ویلي، د ټپیانو حالت هم مرګونی دی او کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي.

چارواکي وایي په وسلوالو پسې یې په سیمه کې پلټنه پیل کړې ده، خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

په پېښه کې وژل شوي مزدوران د کراچۍ، سکر او د پنجاب د ملتان ښار ګڼل شوي دي.

د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو تر دې پخوا هم په بلوچستان کې په وار وار پر مزدورانو بریدونه شوي او وژل شوي دي چې ذمه واري یې اکثر د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوالو سازمانونو پر غاړه اخیستې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG