لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په دوهمه ورځ هم احتجاجونه روان دي،تعلیمي ادارې وتړل شوې


په پاکستان کې نن په دوهمه ورځ هم د اسیه بي بي د پریېښودو په اړوند دسترې محکمې دپرېکړې په ضد دمذهبي ډلو لخوا احتجاجونه روان دي اؤ دهیواد په زیاترو برخو کې تعلیمي ادارې تړل شوي دي.

دسترې محکمې لخوا دچهارشنبې په ورځ دمذهب دسپکاوي په تور دمرګ دسزا سره دمخ عیسايي میرمنې اسیه بي بي دپرېښودلو دپرېکړې نه وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک یا رسول الله دسترې محکمې د درېوؤ ججانو د وژلو فتوه جاري کړې اؤ دپوځ دسرلښکر قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه دبغاوت غوښتنه هم کړې ده.

د زیارت په ورځ دخیبر پښتونخوا،پنجاب اؤ سندهـ صوبو په بیلابیلو برخو کې په ګڼ شمیر مظاهرین پرله پسې په دوهمه ورځ هم سړکونو ته راوتلي، مهم سړکونه یې تړلي اؤ د سترې محکمې د پرېکړې په ضد دقهره ډک شعارونه ورکوي.

په پاکستان کې دپیل شوؤ دغو احتجاجي مظاهرو سم حکومت هم امنیتي ځواکونه په حرکت کې راوستي اؤ دهیواد په ټولو برخو کې پولیس اؤ د ایف سي ځواکونه د څه رقم بدې پېښې مخنیوي ته په ګڼ شمیر کې چمتو ولاړ دي.

په سندهـ صوبه کې دفعه ۱۴۴ هم پځائ کړل شوې خو دهغې باوجود هم په سوونو خلک سړکونو ته راوتلي اؤ ټائرونو ته یې اورونه لګوي دي.

په لاهور کې د سختو احتجاجونو له امله د میټرو بس خدمات ودرول شوي اؤ په خیبر پښتونخوا صوبه کې تعلیمي ادارې دنامعلومې ورځې پورې تړل شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره شپه قام ته پخپله وینا کې احتجاج کوونکو ته ګواښ کړی ؤ چې ریاست په سختو ګامونو اخستلو مه مجبوروئ.

عمران خان داسیه بي بي د پرېښودو په اړوند د سترې محکمې پرېکړه دقانون اؤ ائین په اساس بللې وه.

په سوشل میډيا زیاترو مدني اؤ سیاسي فعالینو دعمران خان بیګانۍ وینا ستائیلې اؤ ویلي یې دي چې په لمړي ځل وزیراعظم د سخت دریځو په وړاندې د یو غوڅ موقف سره راغلی دی.

XS
SM
MD
LG