لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: جمهوري غوښتونکو د سېنېټ د څوکیو په ګټلو کې تاریخ جوړ کړ


که له یوې خوا ډیموکراټانو (ډیموکرېټس)د امریکا په منځ مهاله ټاکنو کې د زیاتو څوکیو په ګټلو سره د ولسي جرګې واک ترلاسه کړ، له بلې خوا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، جمهوري غوښتونکو (ریېپلېکنز) د سېنېټ د څوکیو په ګټلو کې تاریخ جوړ کړ.

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته د خپل ګوند د بریا یادونه وکړه او وویل د سېنېټ ګڼې څوکۍ یې له له ډیموکراټانو څخه ګټلي دي.

هغه وړاندې وویل، د خپل له هغو ۱۱ کاندیدانو څخه چې ده ورته کمپاین وکړ نهو تنو یې ټاکنې ګټلي دي.

که څه هم د ټاکنو پایلو د ټرمپ لپاره ډېره سخته کړه چې خپل پروګرامونه په قانوني توګه په ولسي جرګه کې تصویب کړي.

ډیموکراټانو ژمنه کړې ده چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اړه به په ګڼو برخو کې پلټنې پیل کړي چې په هغو کې به د ټرمپ شخصي مالي اړخ او په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې او د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ترمنځ د اړیکو مسلې هم شاملې وي.

ټرمپ وویل، دوی به له ولسي جرګې سره په ځینو برخو کې جوړ جاړی وکړي خو که هغوی د پلټنو لړۍ ته دوام ورکړ نو زه فکر کوم چې زه به په دې لوبه کې تر هغو غوره یم.

ټرمپ همدارنګه د ډیموکراټانو لخوا د ولسي جرګې د واک ترلاسه کولو له امله په ولسي جرګه کې د ډیموکراټانو مشرې نېنسي پېلوسي ته مبارکي ورکړه.

ټرمپ وویل، ځینو ډیموکراټانو ویلي وو چې دغه ګوند نویو او ځوانو رهبرانو ته اړتیا لري خو اوس باید یوځل بیا پيلوسي د ولسي جرګې مشره وټاکي.

۷۸ کلنه نېنسي پیلوسي د امریکا د ولسي جرګې لومړنۍ ښځینه مشره وه چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې یې د جرګې مشري کوله.

زیات رایه ورکونکي دغو منځ مهاله ټاکنو ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لومړنیو دوو کالو په اړه د یو ریفرنډم په سترګه ګوري.

ځینو ډیموکراټانو د ټرمپ د عدم اعتماد غوښتنه کړې وه او اوس د ۲۰۱۶ د ټاکنو پرمهال د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړې څارنوال رابړټ میولر د پلټنو پایلو ته سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG