په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو د ناستې په اړوند د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي په دغه ناسته کې "د سولي عالی شورا د یو غیر دولتي بنسټ" په توګه ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان د هر د هغه هېواد ستاینه کوي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
وزارت ویلي افغانستان هيله مند دی چې د ماسکو "ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له دغه ناستې څخه د وسیلې یا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
د جمعې په ورځ د روس په کوربه توب په ماسکو کې غونډه راجوړه شوې وه چې پکې د طالبانو د استازو سره ويل شوي ۱۲ هېوادونو ګډون کړی دی.
د روس د بهرنیو چارو وزير سرګئ لاروف ويلي د دغه ناستې راجوړولو هدف يو داسې ماحول جوړول دي چې پکې حکومت، طالبان او د هېواد نورې ټولنيزې او سياسي طبقې خلک هم شامل وي.
ويل شوي په ماسکو کې د امريکا استازي (سفير) هم په غونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د مسکو د جمعې د ورځې ناسته، د ماسکو د مخکینیو ناستو (مسکو فارمټ) په تعقیب ناسته نه ده چې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې او د افغانستان حکومت هم په کې ګډون درلود.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پرون په یو بیان کې ویلي چې د هغوي پینځه استازي محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدني او محمد سهيل شاهين دغه غونډې ته ورغلي دي.
په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د سولې دپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د سيمې د هېوادونو سفر پېل کړی دی.
د زیارت په ورځ د امریکې سټیټ ډپارټمنټ ويلي زلمی خلیلزاد به د نومبر د اتمې نیټې نه د شلمې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او د افغان حکومت ترڅنګ به د ټولو اړوندو ډلو سره په افغانستان کې د طالبانو په شمول د امن بهیر د بوتلو په موضوع خبرې کوي.