لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان ۸۰ سلنه غريبي په کليوالو علاقو کې ده، راپور
تازه خبر

د پاکستان ۸۰ سلنه غريبي په کليوالو علاقو کې ده، راپور


په سخت اقتصادي وضعيت کې ښکېل پاکستان په اړوند نړيوال بېنک په خپل يو راپور کې ویلي، د دغه هېواد زيات بې وزله يا غريب خلک په کليوالو کې علاقو کې ژوند کوي او دوي ژوند نزدې د ټولو اسانتياؤ نه محرومه دی.

د (اوبو د رسولو، د صحت او صفايۍ او بې وزلۍ د حالت) په سرخط خپور کړي راپور کې نړيوال بېنک ویلي، د رقبې په لحاظ د هېواد تر ټولو غټه صوبه بلوچستان کې ۶۲ سلنه خلک د بې وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي.

په رپورټ کې ویل شوي د کال ۲۰۰۱، ۲۰۰۲ راهسې د ښاري او کليوالو علاقو ترمنځ د بې وزلۍ په برخه کې بدلون نه دی شوی او دغه توپير په کليوالو علاقو کې ۳۶ او ښاري سیمو کې ۱۸ سلنه دی.

ويل شوي د ښاري او کليوالو علاقو په ژوند کې زيات ۳۰ سلنه توپير په سندهـ صوبه په پنجاب کې ۱۳ او خېبرپښتونخوا صوبه کې دا فرق ۱۵ سلنه دی.

دغه ډول په کليوالو او ښاري علاقو کې د تعليم په اړوند ويل شوي چې د نورو اسانتياؤ په څېر په کليوالو علاقو کې د ښاري سيمو په پرتله د تعليم کچه هم ټيټه ده.

او ويل شوي په ځانګړي ډول بيا په کلیوالو علاقو کې د جينکو تعليم د ښاري علاقو نه نیم په نيمه کم دی.

په وروستیو کې نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) هم په خپل يو راپور کې ویلي ؤ چې په اقتصادي لومه کې د ښکېل پاکستان په کمزورې کچه اقتصادي پرمختيا او غربت د خراب اقتصاد لاملونه دي.

په دغه راپور کې ويل شوي چې پاکستان ته خپل خلک له غریبۍ ویستل او د روزګار موقعې پیدا کول هم ډیر ګران شوي دي.

د پاکستان تحريک انصاف حکومت وايي پاکستان دا وخت د خپل تاريخ په سختو اقتصادي حالاتو کې ښکېل دی.

حکومت وايي د اقتصادي مشکلاتو نه وتلو دپاره په سمدستي ډول ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG