لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې ژورنالسټ بې درکه کړی شوی دی


په کراچۍ کې د بې درکه کړی شوي ژورنالسټ نصر الله چوهدري مېرمن ويلي په ساده جامو او وردۍ (يونیفارم) کې وسله وال په لاس کسانو يې دوه ورځې وړاندې خاوند د کوره بوتللی او تراوسه يې هيڅ درک نشته.

غلام فاطمه د کراچۍ د سولجر بازار پولیس تاڼې د مشر په نوم خواست کې ليکلي چې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې څه دپاسه په دوه بجې په ساده جامو او وردۍ کې وسله وال په لاس کسان يې کور ته ورغلي او نصرالله چوهدري يې د ځانه سره بوتللی دی.

هغې ويلي دغو کسانو يې کور لټولی او تپوس يې کړی چې په کور کې يې نور هم څوک شته کنه؟ خو په کور کې دوي ښځه او خاوند او دوه بچي وو نور څوک نه ؤ.

نصرالله چوهدري د ورځپاڼې (نئي بات) مرستيال مدیر دی.

د ژورنالسټ د بوتللو نه دوه شپې وړاندې د کراچۍ په پرېس کلب هم څو کسان د شپې په مهال ورغلي او د پرېس کلب د مشرانو په وېنا د امنیتي ادارو غړي چې وسله په لاس او په ساده جامو کې وو، دوي د پرېس کلب لټون کړی او بيرته په تېښته تللي دي.

په کراچۍ کې ژورنالسټانو پرېس کلب ته بې د تپوسه وسله په لاس په ساده جامو کې د ورننوتلو او د نصرالله چوهدري د اوچتولو پرضد احتجاجي مظاهرې پېل کړي دي.

د کراچۍ پرېس کلب مشر احمد ملک وايي، دوی د دغه عمل غندنه کوي او "ادارو ته وايي چې په خپله په ائين عمل وکړي او که کوم تن دوي ته مطلوب وي نو د قانون په لار دې هغه وغواړي".

د کراچۍ پرېس کلب غړو ویلي که د چا پرضد ادارې پلټنې کول غواړي بايد دوی په ښکاره وغواړي پوښتنې ترې وکړې نه چې په کورونو يې په پټه چاپې ووهل شي او بې درکه کړی شي.

کراچۍ پرېس کلب په خپل بيان کې ويلي، د ژورنالسټ يا کوم عام ملکي وګړي بې د عدالتي امر څخه اوچتولو عمل ردوي.

ژورنالسټانو ويلي که په نصرالله چوهدري کوم تور وي دې د پټ ساتلو په ځای دې عدالت ته وړاندې کړی شي او خوشي دې کړی شي.

ژورنالسټ مظهرعباس په ټويټر ویلي،

"د ژورنالسټ نصرالله چوهدري بې درکه کول چې پوليس او بله کومه اداره يې د نيولو پخلی نه کوي دا د اندېښنې وړ خبره ده. او په کراچۍ پرېس کلب بريد او د ژورنالسټ بې درکه کولو د پوليس د ادعا سره په ټکر کې ده چې په پرېس کلب بريد پلان نه ؤ".

په وروستیو کې په پاکستان کې د ژورنالسټانو یو سازمان (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يو جی) په يوه ناسته کې ژورنالسټانو ويلي، "دوي (ژورنالسټان) د رياستي ادارو د ګواښونو سره مخ دي کومې چې د رسنيو ازادي غلې کول غواړي".

د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) د روان کال اګست په مياشت کې ويلي ؤ چې د کال ۲۰۱۲م نه تر کال ۲۰۱۶م پورې په پاکستان کې ۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي، او په ژورنالسټانو د تشدد او وژنو په لړۍ کې پاکستان په پينځم نمبر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG