لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې پراخه مظاهره روانه ده


د افغانستان پلازمینې کابل کې د غزني او ارزګان ولایتونو سلګونو کسانو د دې ولایتونو د امنیت دټینګښت په هدف په سوله ییز لاریون لاس پورې کړی دی.

لاریون د کابل ښار د پښتونستان واټ کې پیل شوی او ګډونوال یې د ارزګان او همداراز د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

لاریون کوونکي چې په نا امنه ولسوالیو او ولایتونو کې د امنیت د ټیګښت لپاره د عدالت غوښتنه کوي په خپلو شعارونو کې يې ویلي له افغان امنیتي ځواکونو څخه دې هوايي ملاتړ وشي.

د دې لاریون یو تن ګډونوال سید حسین له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، مونږ نه یوازې د غزني او ارزګان ولایت اوسیدونکو لپاره بلکې د ټولو افغان وګړو لپاره دهوسا ژوند د زمینې برابرولو غښتنه لرو.

دغزني ولایت د جاغوری ولسوالۍ اوسیدونکي سید اقبال ویلي،په دې وروستیو کې د جاغوري ولسوالۍ کې امنیتي پیښې او جګړې زیاتې شوي او عامو ولسي خلکو ته په کې دسر اومال درانه زیانونه اوښتي دي.

اقبال ویلي ترهغې به دغه لاریون دوام ولري ترڅو چې دارزګان او غزني ولایتونو امنیت ساتلوته افغان حکومت ځانګړې پاملرنه نه وي کړې.

په غزني او ارزګان کې د نا امنیو دزیاتیدو خلاف نه یوازې د همدې ولایتونو سلګونو کسانو د امنیت د ټیګښت په هدف سوله ییز لاریون پیل کړی بلکې د کابل پوهنتون په لسګونو محصلینو هم په دې مدني حرکت کې برخه اخیستې او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د امنیت د ټینګښت په هدف د عدالت غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG