دافغانستان پلازمینې کابل ښارد دوهمې امنیتي حوزې اړوند پښتونستان چوک ته نږدې دپولیسو په کمربند ځانمرګۍ برید ترسره شوی چې دچارواکو په وینا ۱۰ؤ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دکورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمی له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل ځانمرګۍ برید کوونکي نن یوه نیمه بجه دپولیسو په کمربند کې په ځان پورې تړلو چاویدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړه چې برید ګر دامنیتي سرتیرو لخوا وپيژندل شو.
رحیمی زیاته کړه په شوي ځانمرګۍ برید کې مرګ ژوبله اوښتې خو تراوسه یې کره معلومات نشته.
نصرت رحیمي وویل "داستقلال لیسې ته مخامخ په هغه ځای کې چې امنیتي ځواکونو سیمه دلاریون کوونکو دامنیت دخوندیتوب لپاره کلابنده کړې وه ، دمظاهرې په ۲۰۰ مټرۍ کې پولیسو بریدګر ودرولی او پرهمدې وخت برید کوونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکوتوکو ته چاودنه ورکړه له بده مرغه تلفات لري خو دټپیانو اود وژل شویو کسانو شمیر تراو سه نه دی معلوم"
خو د کورنیو چارو وزارت یو بل ویاند بیا نجیب دانش رسنیو ته ویلی په چاودنه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په کې پولیس او ملکي کسان شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه پورې د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۳ مړي او ۸ ټپیان لېږدول شوي دي.
تر اوسه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو نزدې وختونو کې چې افغانستان کې په څومره احتجاجي مظاهرو دغسې ځانمرګي بریدونه شوي هغې کې عموماً د زیاترو پړه طالبان پغاړه اخلي