واشنګټن ــــ د پېښور د پولیسو یو مشر طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه ناڅرګندو کسانو له پایتخت اسلام اباده تښتولی وو او نن یې پر ټولنیزو رسنیو د وژنې عکسونه خپاره شول، چې ویل کېږي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د وزیرستان قومي محاذ مشر سمیع الله داوړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، د ګل- دوشنبې په ورځ یې د پښتونخوا له چارواکو سره خبرې وشوې او هغوی ورته ډاډ ورکړ چې طاهر داوړ له اسلام اباده نه دی ایستل شوی او د دوی پلټنې ورپسې روانې دي:
"پرون هم موږ له آی جي پي [د پولیسو مشر] پښتونخوا سره ولیدل، ده موږ ته هیله راکړه او راته ویې ویل چې څومره زما معلومات دي بلکې کره معلومات دي، هغه د اسلام اباد او راولپینډۍ په سیمه کې دی".
سمیع الله داوړ وایي، د پولیسو مشر ورته ډاډ ورکړی وو چې دوی باید غم او خفګان ونه کړي، ځکه چې وایي د هغه د را خوشي کولو په برخه کې یې له نورو ادارو سره هم خبرې هم روانې دي او هغه ته هیڅ خطر نه شته:
"نن موږ خبر شو او تصویرونه راغلو چې هغه په ننګرهار کې قتل شوی دی، مطلب دا دی چې پرون حکومت او ادارو له موږ سره ټګي کوله، موږ یې په تیاره کې ساتلو".
پر ټولنیزو رسنیو د وژل شوي پولیس مشر طاهر داوړ د مړي له عکسونو سره یو لیک هم ایښودل شوی، چې په پښتو ژبه لیکلی او په ظاهره داسې ښکاري چې د (ولایتِ خراسان) په نوم یوې ناڅرګندې ډلې د هغه د وژنې ذمه واري منلې ده.
له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ هم د طاهر داوړ د وژنې په اړه یو ټویټ کړی او له پاکستاني ریاسته یې د هغه د وژنې په اړه سپیناوی غوښتی دی:
"دا هماغه د "ښو" او "بدو" طالبانو ډرامه ده چې نوره نه شي چلېدلای. د پاکستان ریاست د هغه [طاهر داوړ] د شهادت ذمه وار دی او موږ ترې ځواب غواړو".
پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې په ضد کلک غبرګون څرګند کړی او پوښتنې یې را پورته کړې دي چې د پاکستان پوځ خو پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غزولی او پر پوله د کلک امنیت دعوې کوي نو بیا طاهر داوړ څنګه افغانستان ته واړول شو او هلته و وژل شو.
رپوټونه وایي چې د پښتونخوا د پولیسو او لېویزو چارواکي تورخم پولې ته تللي چې د وژل شوي پولیس مشر طاهر داوړ مړی له افغان چارواکو تر لاسه کړي، خو د هغه مړی لا تورخم پولې ته نه دی رسول شوی.
هڅه مو وکړه چې د طاهر داوړ د وژل کېدو په اړه د افغان حکومت له چارواکو سره هم خبرې وکړو او د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي ته مو بیا بیا ټلیفون وکړ خو هغه ټلیفون ته ځواب ونه وایه.