د کراچۍ ښار په قايد اباد سيمه کې تېره شپه ناوخته په شوې يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
د ملير ضلعې پوليسو ويلي چاؤدنه د قايد اباد پل د لاندې شوې او په سمدستي ډول د چاؤدنې نوعيت نه دی مالوم شوی.
پوليسو ويلي د چاؤدنې د ځای څخه يې يو بل بم ترلاسه کړی او ناکاره کړی يې دی.
د ښار د غټ دولتي روغتون جناح مشرې ډاکټرې سيمي جمالي پخلی کړی چې په چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي او هغې د پينځه نورو ژوبلو روغتيايي حالت خطرناک ښودلی دی.
وزيراعلی سندهـ مرادعلي شاه د پېښې نوټس اخيستی او رپوټ يې غوښتی دی.
پوليس افسر راجه عمر خطاب ويلي د چاؤدنې نوعيت مالوموي او په سمدستي ډول دا نه شي ويلی چې چاؤدنه د ريموټ د لارې شوې ده يا يې هدف څه ؤ.
پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي دي.
د ملک تر ټول غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د کال ۲۰۱۳م راهسې رېنجرز ځواک او پوليس د ورانکارو، شرخو ، ترهګرو او قلنګ اخيستونکو پرضد هدفي عمليات کوي.
چارواکي وايي په ښار کې امنيت په ځای کړی شوی هدفي وژنې او قلنګ اخيستو لړۍ قابو کړی شوې خو د عملياتو باجود هم په ښار کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.