لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسرت هلالي د پېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه مشره ججه ټاکل شوې ده


دپېښور هایکورټ تر ټولو سینیر ججه اغلې مسرت هلالي دپېښور هایکورټ په تاریخ کې د وړومبۍ ښځینه قاضڼې یا چیف جسټس په توګه ټاکل شوې ده اؤ دپاکستان دقانون اؤ انصاف وزارت دهغې دتقررۍ اعلامیه هم خپره کړې ده.

مېرمن مسرت هلالي دپښتو د وتلي شاعر اؤ ادیب ارواښاد خانمیر هلالي لور ده چې دکال2014 راهسې پېښور هایکورټ کې دججې په توګه خدمات ترسره کوي.

دمشرې قاضڼې په توګه دهغې دتقررۍ منظوري دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي ورکړې ده اؤ دا به دپاکستان په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې دیو هایکورټ مشري په لاس کې اخلي.

تر دې وړاندې دکال2018 نه اکتوبر کال2019 پورې ښځینه ججه طاهرہ صفدر دبلوچستان هایکورټ چیف جسټس پاتې شوې وه.

دقانون اؤ انصاف وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې مسرت هلالي به دپاکستان دجوډیشل کمیشن له لوري دهایکورټ دچیف جسټس تر باقاعده تقررۍ د اپریل د وړومبۍ نیټې نه دپېښور هایکورټ دمشرې ججې یا چیف جسټس په توګه ذمه وارۍ سمبالې کړې.

د ډان ورڅپاڼې د رپورټ له مخې دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده.

هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي.

هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده.

ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده.

میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه

دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی.

خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ .

په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG