لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د میلادالنبي په مراسمو ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ شمېره ۵۲ ته رسېدلې


افغان دولت پرون په کابل کې د شوي خونړي ځانمرګي بريد له امله نن د شورو، چهارشنبې په ورځ ملي ماتم او رخصتي اعلان کړې ده.

د افغانستان پلازمینې د کابل ښار په یوه هوټل کې د میلادالنبي د لمانځلو په مراسمو په شوي ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ شمېره ۵۲ ته رسېدلې او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې ځانمرګي برید کوونکي پرون شپه ۶ نیمې بجې د اورانوس هوټل په دویم پوړ کې د سلګونو دیني علماو هغه غونډه په نخښه کړه کوم چې د میلادالنبي مراسم یې لمانځل.

بصیر وویل "هغه راپور چې دا مهال مونږ ته رسژدلی ۴۶ کسان چې زیات شمیر پکې دیني عالمان دي وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان شوي دي".

بلخوا د عامې روغتیا د وزارت مطبوعاتي سلاکار ډاکتر وحید مجروح ویلي په دې پېښه کې ۵۲ تنه وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل "په پرونۍ خونړۍ پېښه کې چې په کابل ښار کې رامنځته شوه د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۵۲ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي ،دټپیانو درملنه دښار په بېلابیلو روغتونونو کې روانه ده".

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ویاند د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه وویل چې په دې هوټل کې د عالمانو د غونډې د جوړېدو په تړاو له امنیتي ادارو سره معلومات نه و شریک شوي.

بصیر زیاته کړه که پولیسو او نورو امنیتي ادارو ته خبر ورکړل شوی وايي نو هغوي به د دې غونډې د امنیت خوندي کولو لپاره اقدامات کول.

د همدې خونړۍ برید په غبرګون کې نن په افغانستان کې ملي ماتم او عمومي رخصتي اعلان شوې ده او د هېواد بیرغ په هیواد دننه او بهر کې په افغان ادارو کې نیمه پورته شوی دی.

د برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، طالبانو یاد برید غندلی خو د داعش ډلې بیا څه نه دي ویلي.

جمهور رییس محمد اشرف غني، ګڼو نورو افغان چارواکو امریکا متحدو ایالتونو پاکستان، ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان لخوا دسه شنبې په ماښام شوی برید غندنه شوې او دترهګرو دغه اعمال یې د انسانیت ضد ګڼلې.

تیره ورځ جمهور رییس محمد اشرف غني د میلاد نبوي په تړاو جوړې شوې دستورې ته په وېنا کې افغان دیني علماو ته د عصري زده کړو په لاس رسي ټینګار وکړ او د زده کړو ادارو یې ته لار ښوونه وکړه چې دیني علماو ته د کمپیوټر د زده کړې زمینه برابره کړي.

پر افغان دیني علماو دویم خونړۍ برید دی چې ترسره شو، تر دې وړاندې هم په کابل کې دلویې جرګې په خیمه کې د افغان دیني علماو په یوې سترې رابلل شوې غونډې برید شوی و او هغه مهال هم ګن شمېر افغان دینی علماو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG