لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو په چاؤدنه کې د وژل شوؤ شمېره ۲۵ ته رسېدلې


Orakzai tribal district, Pakistan
Orakzai tribal district, Pakistan

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع اورکزۍ کې نن د جمعې په ورځ شوې چاؤدنه کې د وژل شوؤ شمېره ۲۵ ته رسېدلې او د ۴۰ پورې نور ژوبل شوي دي.

د سيمې نه د ډيوه خبريال عدنان بېټنی وايي چارواکو ورته پخلی کړی چې په اورکزو په مرکزي بازار کلايا کې په شوې چاؤدنه کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.

په پېښه کې ژوبل کسان د کلايا روغتون ته وړل شوي خو ويل کیږي د زیاتو ژوبلو کسانو د هنګو او نورو روغتونونو ته د وړولو دپاره تياريانې کولی شي.

چارواکو د وژنو د شمېرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

چارواکو ويلي په سمدستي ډول دا نه ده مالومه شوې چې چاؤدنه د بارودي موادو د لارې يا بم د لارې شوې که ځانمرګی برید دی.

د کلايا په بازار کې دغه چاؤدنه د جمعې د مېلې يا بازار په مهال شوې ده او د چاؤدنې په وخت په بازار کې په ګڼ شمېر کې خلک موجود وو.

ويل کيږی په ياده سیمه کې زياتره شیعه مسلکي مېشت دي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان په اورکزو کې د چاؤدنې غندنه کړې ده.

د يادې پېښې په اړه درسره نور جزيات شريکوو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG