لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د بني ګاله کور انتظامي چوکاټ ته په راړولو کار ودرول شوی


د اسلام اباد ښار پرمختيايي ادارې (سي ډي ای) په بني ګاله کې د عمران خان د شخصي کور انتظامي چوکاټ ته د راړولو په عمل کار ودرولی دی.

سي ډي ای په بني ګاله کې د وزيراعظم عمران خان په کور د اعتراضونو راولاړېدو وروسته کار ودرولی دی.

د ډان ورځپاڼې ترمخه عمران خان ته ويل شوي چې تر څو پورې يې ټول اسناد نه وي ورکړي د کور انتظامي چوکاټ ته راوستو عمل يې مخ په وړاندې نه شي بوتلی.

تېر کال ويل شوي ؤ چې په بني ګاله کې د عمران خان کور په غېر قانوني توګه جوړ شوی دی.

د راپورونو ترمخه عمران خان تېر کال په خپله د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ته په يو خط کې ويلي ؤ چې په بني ګاله کې په غېر قانونه توګه د جوړو ودانو په اړوند نوټس واخلي او سي ډي ای دې پرې عمليات وکړي.

سي ډي ای بيا په مي ۲۰۱۷ کې عدالت ته ځواب کړی چې د عمران خان د کور په ګډون په بني ګاله کې ۱۲۲ ودانۍ غېر قانوني جوړې دي او عدالت بيا په دغه اړوند نور جزيات غوښتي وو.

د سي ډي ای په ياد رپوټ کې د اسلام اباد د زون (۳) او (۴) ودانۍ د انتظامي چوکاټ پرضد او غېرقانوني ګرځولې وې.

راپورونه وايي د روان کال د فرورۍ په مياشت کې مرستیال څارنوال د غېرقانوني ودانو د اورېدنې په مهال ويلي ؤ په بني ګاله کې د عمران خان د کور د جوړونې پلان منظور شوی نه دی.

او د اکتوبر په میاشت کې د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار بيا ويلي ؤ چې اول دې د عمران خان کور د فيس ورکولو وروسته انتظامي چوکاټ ته راوستی شي او بيا دې نور کورونه هم په دې عمل کې شامل کړی شي.

سي ډي ای ويلي په ۲۰ نومبر يې چې د وزيراعظم نه د خط د لارې کوم اسناد غوښتي وو هغه يې نه دي ورکړي.

ډان په خپل رپوټ کې ویلي عمران خان د ځمکې د حقدارۍ سند (فرد) نه دی ورکړی او يواځې د هغه د پخوانۍ ښځې جمايمې په نوم پخوانی فرد يې ورکړی او د عمران احمد نیازي په نوم د جايداد هيڅ ثبوت پکې نشته.

عمران خان په بني ګاله کې په ۳۰۰ کناله کور لري کوم چې د اسلام اباد په زون څلورم کې راځي.

د رپوټ ترمخه په کال ۱۹۶۰ کې د اسلام اباد ماسټر پلان ته په ۲۰ کالو کې د بيا کتنې ويل شوي خو هغې ته تراوسه کتنه نه ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG