لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه نورو ۱۱ ترهګرو ته د مرګ د سزا منظوري ورکړې


د پاکستان پوځ ویلي پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه نورو ۱۱ سخت دريځو ترهګرو ته د مرګ د سزا ورکولو منظوري ورکړې ده.

د پوځي بيان ترمخه دغه ترهګر چې سزاګانې ورته اورول شوي دوي په امنيتي ځواکونو باندې بريدونو، د عامو خلکو په وژنو او سکولونو په تباه کولو کې لاس درلود.

پوځ ویلي په ټوله کې يادو ترهګرو ۲۶ عام ملکي وګړي او ۲۵ امنيتي سرتیري وژلي او ۲۲ نور يې ژوبل کړي دي او د دوي نه وسله او چاؤدېدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

ويل شوي په دغو کسانو په ځانګړي پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي او د دوي سره ۲۲ نورو کسانو ته د بند سزاګانې هم اورول شوي دي.

سزاوار شوي کسان : انور سلام د سېد نذير زوی، عرفان الحق د دلبر زوی، صاحبزاده د اکبر زاده زوی، نادر خان د احمد زوی، عزت خان د بشرين زوی، امتياز احمد د تازج محمد زوی، امیر زېب د جهانګير زوی، بادشاه عراق د محمد اسحاق زوی، اظهار احمد د مختيار احمد زوی، اکبرعلي د شېبر صاحب زوی او محمد عمران د عزيزالرحمان زوی.

د اکتوبر په مياشت کې د پېښور هايکورټ د هغو ۷۴ مشکوک ترهګرو سزاګانې ځنډولې وې چاته چې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په مقدمو کې د مرګ او عمر بند سزاګانې اورولې وې.

خو روانه مياشت بيا سترې محکمې د پېښور هايکورټ فېصله ځنډولې او د پوځي عدالتونو سزاګانې يې بيرته په ځای کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG