لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو په کان کې زهرجن ګېس درې نور خواريکښ وژلي


د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کې د سکرو په کان کې چارواکي وايي زهرجن ګېس درې نور خواريکښ وژلي دي په پېښه کې دوه نور کسان بې هوشه شوي او بيا يې درملنه شوې ده.

ياده پېښه پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د بلوچستان د کوهلو ضلعې د چمالنګ په يو کان کې شوې ده.

د سیمې نه د وي او ای ډيوه خبريال حفيظ الله شيراني وايي د بلوچستان صوبې د ماينونو د چارو مشر (چيف انسپکټر) افتخار احمد ورته پخلی کړی چې درې خواريکښ د چمالنګ په يو کان کې وژل شوي دي.

په وژل شوؤ کې دوه عبدالرحمان او اختر محمد د بلوچستان د ژوب او يو قطب الدين د قلعه سېف الله سره تعلق درلود.

وژل شوي خواريکښ خپلو علاقو ته وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

افتخار ویلي د پېښې د پلټنو دپاره يې د کمېټۍ جوړولو امر کړی دی.

د بلوچستان د چمالنګ علاقې په اړوند ويل کيږي چې دا د نړۍ د سکرو په غټو زېرمو کې یوه شمارلی شي.

د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

خواريکښ وايي په زرګونو فټه ژورو کانونو کې ننوځي کار کوي خو د دوي د حفاظت دپاره هيڅ انتظام نه وي.

يادو کانونو ته زياتره خواريکښ د خېبرپښتونخو د شانګلې، سوات او دير سيمو څخه مزدورو له راځي.

په پاکستان کې د ماینونو د خواريکښو د اتحاديې د شمېرو ترمخه د سکرو په کانونو کې د کال په سر د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ پورې خواريکښ ژوند د لاسه ورکوي.

د شمېرو ترمخه په بلوچستان صوبه کې روان کال تر ۵۰ خواريکښ په ماينونو کې مړه شوي دي، په دغو کې وروستۍ پېښې د اګست په میاشت کې شوې چې پکې يواځې په کان کې ۱۵ خواريکښ وژل شوي وو.

د حکومتي سرچينو د شمېرو ترمخه د بلوچستان د سکرو په ۲۵۰۰ کانونو کې نزدې ۲۰ زره خواريکښ کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG