لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال قوتونه په جنېوا کې د افغانستان په سر خبرې کوي


افغان مشران او نړيوال سفارتکاران د نهې، سه شنبې په ورځ په جنېوا کې په دې خبرې کوي د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د حل دپاره د سټراټيجيانو او مرستو ارزنه کوي.

افغان دولت او ملګري ملتونه په سویټزرلېنډ کې د دې دوه ورځنۍ ناستې په شريکه کوربه توب کوي.

په جنېوا کې د افغانستان په سر دغه غونډه په داسې وخت کې راجوړيږي چې د امريکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې ګړندۍ کړي دي.

ويل کیږي د دې ناستې نه د تازه مالي ژمنو تمه نه کیږي خو دا غونډه به د افغانستان د مرستو کوونکو دپاره يوه موقع وي چې په کال ۲۰۱۶م کې په برسلز کې د ۱۵.۲ اربه ډالرو د شوؤ ژمنو په نتيجه کې په اخیستل شوؤ ګامونو خبر شي.

د افغان صدر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ويلي، "اشرف غني چې په برسلز کې کومې وعدې کړې وې ۶۰ فيصده يې پکې عملي کړي دي، او په ناسته کې به خبرې په چېلنجونو کولی شي".

ويل شوي افغان مشرتابه به په ناسته کې هغه سټراټيجي وړاندې کوي چې څنګه د دغه هېواد اقتصاد په ۴۰ کلنه جګړه کې ځپل شوی او يوه ورځ به بيا په خپلو پښو څنګه ودريږي چې د جګړې د فساده اووځي او ښځې پکې پیاوړي شي.

رويټرز د سفارتکارو له قوله ویلي د ناستې په څنډو په ليدنو کې به زیات پام د امریکا لخوا د افغانستان د سولې د خبرو د استازي زلمي خليلزاد د هڅو په ارزونه وي.

تمه لرل کيږي چې اشرف غني د سیمې په هېوادونو فشار سېوا کړي چې طالبان د سولې خبرو ته اماده کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG