لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ په وړاندې راتلونکی چېلنج د ډیموکراټانو ځواکمنېدل دي


ټرمپ ریپبلکن سېنېټر سېنډې سمېت ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د کمپاین پرمهال
ټرمپ ریپبلکن سېنېټر سېنډې سمېت ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د کمپاین پرمهال

واشنګټن: ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مسېسېپې ایالت کې د رپبلېکن یا جمهوري غوښتونکي سناتور لپاره کمپاین کوي او په ورته وخت کې هڅه کوي په ۲۰۲۰ کې د خپل ځان د بیا ټاکل کېدو پر مسلې هم رڼا واچوي.

"د رپبلېکن تر واک لاندې امریکا پرمخ روانه ده، د امریکا اقتصاد وده کوي او امریکا پیاوړې کیږي داسې چې په تېرو وختونو کې یې ساری نه لیدل کېږي. زمونږ یو ځل بیا قدر کېږي او د یو هېواد په توګه راته د عزت په سترګه کتل کېږي. "

خو ټرمپ به هغه مهال له یو نوي حقیقت سره مخ شي کله چې ډیموکراټان په جنورۍ کې د امریکا د ولسي جرګې یا هاوز اف ریپرېزینټېټیو واک ترلاسه کړي.

په سېنېټ یا سنا کې ډیموکراټ وکیل چک شومر وايي:

"د امریکا خلکو د بدلون لپاره رایه ورکړې. دوی به اوس ولسمشر ټرمپ پرې نږدي چې له خلکو څخه د هغوی روغتیايي سیستم واخلي. له دوو اوږدو کلونو وروسته به مونږ دا ترلاسه کړو. "

له بای پارټېزن پالیسې سنټر څخه څېړونکی جان فورټیر وايي، ټرمپ باید اوس په واشنګټن کې د قدرت له یو نوي انډول سره چلند وکړي.

یو بل څېړونکی جېم کېسلر وايي، ځینې ډیموکراټان ښايي هڅه وکړي له ولسمشر سره د ګډ کار کولو لاره ومومي لکه د پراختیايي کارونو په برخه کې خو د ټرمپ د جنجالي سیاسي بڼه به یې په وړاندې یوه لویه ستونزه وي.

د ټرمپ په وړاندې یوه لویه معما دا هم ده چې دده د ټاکنیز کمپاین او د روسیې ترمنځ د اړیکو په سر د ځانګړي څارنوال رابړټ میولر له پلټنو به څه راووځي.

که څه هم ټرمپ په دغو پلټنو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا دده د ښکار کولو لپاره پیل شوي.

خو ټرمپ کولای شي په مسېسېپي کې د سې شنبې یا نهې د ورځې په ټاکنو کې د ریبلکن سېنډې هېد سمېت په ګټلو سره یو څه د ارام ساه واخلي ځکه له دې سره به د راتلونکو دوو کلونو لپاره په سېنېت کې د جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکن اکثریت وساتل شي.

بل پلو د شلو پرمختللیو هېوادونو مشران به د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځ په ارجنټاین کې خپله ۱۹ سرمشریزه وکړي.

ارجنټاین ته تر روانېدو مخکې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېس خبرداری ورکړی چې نړۍ د باور او اعتماد له بحران سره مخ ده.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په دې کار کوي چې د پرمخ تللیو هېوادونو له دې ډلې سره بیا یوځای شي.

څېړونکي وايي، له یادې سرمشریزې څخه به لویه هیله دا وي چې د چین او امریکا ترمنځ د ټکسونو د کمولو په برخه کې یو تړون وشي چې په ترڅ کې به یې سوداګریزې اړیکې وده وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG