لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر نرخ دتاریخ لوړې کچې ته ختلی


په پاکستان کې د ډالر نرخ دتاریخ لوړې کچې ته ختلی اؤ د جمعې په ورځ د بانکونو دننه یو امریکایي ډالر داتوؤ روپو اضافې سره ۱۴۲ روپو ته رسیدلی دی.

دپاکستان دخراب اقتصادي وضعیت له امله دتیر یو کال راهسې دپاکستاني روپو ارزښت پرله پسې غورځیږي اؤ د ډالر په نرخ کې ۳۶ فیصده اضافه شوې ده.

دپاکستان رسنۍ وایي چې دپاکستاني بانکونو دننه د ډالر دنرخ ختلو اؤ د روپۍ د ارزښت کمیدو له امله په پاکستان پورونو کې هم د ۷۶۰ اربو روپو اضافه شوې ده.

دپاکستان جیو ټي وي داقتصاد پوهه محمد سهیل له خولې ویلي چې ایي ایم ایف پاکستان ته دپورونو ورکولو دپاره د ډالر اؤ روپۍ په ارزښت کې په توازن ټینګار کړی ؤ اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې حکومت د ډالر نرخ ته پام ګرځولی اؤ د ایي ایم ایف دشرطونو منلو په لوري روان دی.

هغه وړاندوینه کړې ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې د ډالر په پرتله د پاکستاني روپۍ ارزښت تر۱۵۰ روپو غورځيدلی شي.

پاکستان پخپل ځپل شوي اقتصاد د قابو موندلو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د پور اخستلو غوښتنه کړې ده اؤ څيړونکي وایي چې ایي ایم ایف پاکستان ته د پورونو ورکولو دپاره ځینې داسې سخت شرطونه ایښودي دي چې هغه دپاکستان دحکومت دپاره دمنلو نه دي.

دپاکستان نوي حکومت د دریوؤ میاشتو دننه په هیواد کې د ګیس اؤ بجلۍ نرخونه سیوا کړي چې له دې امله د ټولو شیانو نرخونه ختلي دي خو وزیراعظم عمران خان تیره میاشت قام سره ژمنه کړې وه چې زر به ددې سختو حالاتو څخه هیواد وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG